Language

هلمند او خوست کې د غازي اباد د پېښې غندنه وشوه

لښکرګاه-خوست (پژواک ٨ کب ٩٢): په هلمند او خوست ولايتونو کې د کونړ د هغې پېښې غندنه وشوه، چې په کې د ملي اردو ٢٠ سرتېري وژل شوي دي.

دا پېښه څو ورځې مخکې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې سلګونه افغان او بهرنيو طالب وسله والو د ملي اردو پر يوه پوځي مرکز بريد وکړ.

د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د کب له ٨مه د دغو افغان سرتېرو د فاتحې او ستاينې په موخه جوړې شوې غونډه ته وويل، چې د هلمند ټول دولتي مامورين د يوې ورځې معاش د همدردۍ په توګه د هغوى کورنيو ته ورکوي.

والي وويل: ((د هلمند اوسېدونکي د دې پېښې غندنه کوي، د هلمند دولتي مامورين به د غم شريکۍ په موخه د يوې ورځې معاش د دغو سرتېرو کورنيو ته ډالۍ کړي.))

هغه وايي، دغه پيسې به د يوه كمېسيون په مرسته راټولې شي.

په ياده غونډه كې د دغه ولايت د اطلاعاتو او كلتور رييس عاليشاه د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې افغان سرتېري د ستايلو دي چې د افغانانو د خونديتوب لپاره قربانۍ ورکوي.

نوموړي وويل: ((له رسنيو مو وليدل چې افغانانو په پراخه کچه په کونړ کې د قرباني سرتېرو قدرداني وکړه، موږ هم د نورو افغانانو په څېر هغوى ستايو او له کورنيو سره يې په غم کې شريک يو.))

په ورته مهال د خوست ولايت د مقام له دفتره د کب په ٨مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغه ولايت حکومتي چارواکو او ځايي اوسېدونکو د يوې غونډې په کولو سره په کونړ کې د ملي اردو په سرتېرو شوى بريد په ټينګه وغانده.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د خوست ولايت د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد وويل: ((په غازي اباد ولسوالۍ کې زموږ د٢١ اتلو سربازانو شهادت د افغان ملت ملي اراده کمزورې نه، بلکې نوره هم پياوړې کړه او په دغه بريد سره هر افغان پر دې پوه شو چې د دې خاورې تاريخي دښمن د افغان ملت د سرلوړۍ او ابادۍ زغم نه لري.))

د علماوو شورا رييس له ټولو علماوو وغوښتل، چې ټولې هغه کړنې په کلکه وغندي، چې له بېلابېلو لارو د اسلام، سولې او ثبات ګډوډولو لپاره کېږي.

 

Related Topics