Language

بې پيلوټه هوايي بريد پنـځه وسله وال ووژل

کابل (پژواک ١٠ کب ٩٢): د کونړ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد پرون مازديګر د غازي اباد په تشيګل سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په بريد کې د عبدالرحمن په نوم د وسله والو يوه قوماندان چې په خبيب مشهور و، له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوى دى.

د سيدخېل په وينا، چې په دغو عملياتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې تېره اونۍ په غازي اباد ولسوالۍ کې  د وسله والو په يوه بريد کې د ملي اردو ٢٠ سرتېري ووژل شول.

Related Topics