کندهار ښار ( پژواک، ٢٢ کب ٩٢ ) : د کندهار امنيه قومانداني وايي، چې پوليسو هغه ځانمرګى بريدګر وژلى، چې د هندوستان پر کونسلګرۍ يې د بريد هڅه کوله.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د کب په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته په يوه بجه او ١٥ دقيقو رامنځته شوه.
هغه زياته کړه،يوه ځانمرګي بريدګر غوښتل، چې د ښار د شپږمې ناحيې اړونده ډنډ څلور لارې ته نږدې هغې کوڅې ته ننوځي او بريد وکړي، چېرته چې د هندوستان او ايران کونسلګرۍ شتون لري.
د نوموړي په وينا، بريدګر د پوليسو له خوا پېژندل شوى و، هغوى ورته ددرېدو امر کړى و، خو هغه نه وو درېدلى او پوليسو پرې ډزې وکړې او ويې واژه.
دراني وويل ، چې په ډزو کې د هغه له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ نه دى چاودېدلى او پوليسو يې د شنډولو هڅې پيل کړې دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پرون هم په دې ولايت کې د ملي امنيت د کارکوونکو پر استوګنځاى ډله ييز بريد شوى و، چې ددريو بريد کوونکو په وژل کېدو پاى ته ورسېد، چارواکو ويل چې يواځې د ملي امنيت دوه کارکوونکي ټپيان شوي، خو وسلوالو طالبانو د ګڼ شمير امنيتي سرتېرو دوژلو ادعا کړې وه.