Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل(پژواک،٢٣کب٩٢):داتصالات چيلنج کپ ولايتي سياليو په لړ کې د بلخ لوبډلې، غور لوبډلې ته د اوو ويکټو په توپير سره ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي،چې دوى د کورني کرکټ د پياړي کولو لپاره د ۲۴ ولايتونو ترمنځ دا سيالي سيالۍ په ننګرهار ولايت کې پيل کړي دي.

خبرپاڼه زياته وي، ددې سياليو په لړ کې نن د فارياب او کوچيانو لوبډلو ترمنځ لوبه شوه،چې  دفارياب لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د کوچيانو لوبډله په ۳۲اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو۱۲۹منډې وکړې او ۱۳۰منډې هدف يې وټاکه.

سرچينه وايي، د کوچيانو لوبډلې له لوري ظاهر ۳۲ او رشيد ۲۷ منډې وکړې او دفرياب له لوري عبيد او شرف درې، درې لوبغاړي وسوځول.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د فارياب لوبډلې ياد هدف په ۳۲ اورونو کې د٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د فارياب له لوري مراد علي۶۳ منډې او احسان۲۶منډې جوړې کړې.

دغه راز د فارياب لوبډلې د هېواد د لومړۍ درجې سياليو(ايليټ کپ) ته لاره پيداکړه، ددې ترڅنګ د کونړ، پکتيکا او لوګر لوبډلو هم ګريډ ون سياليو ته لاره پيدا کړه.

ټاکل شوې ده، چې د هېواد د ۱۲ لومړۍ درجې لوبډلو ترمنځ د ايليټ کپ سيالۍ په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

سرچينه ليکي، د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نور محمد مراد دا سيالۍ د  کورني کرکټ  د پرمختګ کړي غوره بللي دي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.