جلال اباد(پژواک ٢٣کب٩٢): د لغمان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې ولايتي شورا ته د ځينو نوماندانو پر دفترونو د لاسي بمونو بريدونه شوي دي.
د لغمان دوالي وياند سرحدي ځواک دکب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د قرغيو ولسوالۍ د چارباغ په بازار کې د ولايتي شورا د درېيو نوماندانو د ټاکنيزو سياليو پر دفترونو د لاسي بمونو بريدونه شوي دي.
نوموړي زياته کړه ، چې دا بريدونه ولايتي شورا ته د درېيو نوماندانو، قاري ميرحاتم تره خېل،عبدالله او يوسف ملکزي د کمپاين پر دفترونو شوي.
د ځواک په وينا، په دغه بريدونو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو ددغو نوماندانو د دفترونو ودانۍ زيانمنې شوې دي.
سرحدي ځواک وايي، چې ددغه بريدونو په تړاو دوه تنه نيول شوي دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې يې ولايتي شورا ته د درييو نوماندانو انتخاباتي کمپاين دفترونه سوزولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP