منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

طالبانو د ولايتي شورا د درېيو نوماندانو پر ټاکنېز دفترونو بريدونه کړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۰ کتنې

جلال اباد(پژواک ٢٣کب٩٢): د لغمان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې  ولايتي شورا ته د ځينو نوماندانو پر دفترونو د لاسي بمونو بريدونه شوي دي.

د لغمان دوالي وياند سرحدي ځواک دکب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د قرغيو ولسوالۍ د چارباغ په بازار کې د  ولايتي شورا د درېيو نوماندانو د ټاکنيزو سياليو پر دفترونو د لاسي بمونو بريدونه شوي دي.

نوموړي زياته کړه ، چې دا بريدونه ولايتي شورا ته د درېيو نوماندانو، قاري ميرحاتم تره خېل،عبدالله او يوسف ملکزي د کمپاين پر دفترونو شوي.

د ځواک په وينا، په دغه بريدونو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو ددغو نوماندانو  د دفترونو ودانۍ زيانمنې شوې دي.

سرحدي ځواک وايي، چې ددغه بريدونو په تړاو دوه تنه نيول شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د لغمان  په قرغيو ولسوالۍ کې يې  ولايتي شورا ته د درييو نوماندانو  انتخاباتي کمپاين دفترونه سوزولي دي.