غزني (پژواک ۲۴ کب ۹۲): په غزني کې د مسافر وړونکي ۳۰۳ موټر د چپه کېدو په پېښه کې يو تن مړ شوى او٢٠ نور ټپيان دي.
د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په مقر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
ننګ وايي، دغه بس، چې د احمدشاه ابدالي شرکت اړوند و، له کندهاره کابل ته روان و.
هغه وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې ياده پېښه د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده .
په ورته مهال د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې له دې پېښې ورته د درېيو مېرمنو په ګډون ۲۰ ټپيان ور وړل شوي دي.
همت وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى او تر درملنې وروسته به رخصت شي.
د يادولو ده، په دې وروستيو کې د کابل-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې ترافيکې پېښې زياتې شوې دي.
د کب په ١٠مه هم د غزني د مرکز اړوند د کابل-کندهار پر لويه لار د يوې ترافيکې پېښې له امله ٥ تنه مړه او ٣ نور ټپيان شول.