منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او٢٠ نور ټپيان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۴ کتنې

غزني (پژواک ۲۴ کب ۹۲): په غزني کې د مسافر وړونکي ۳۰۳ موټر د چپه کېدو په پېښه کې يو تن  مړ شوى او٢٠ نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په مقر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

ننګ وايي، دغه بس، چې د احمدشاه ابدالي شرکت اړوند و، له کندهاره کابل ته روان و.

هغه وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې ياده پېښه د چلوونکي د بې احتياطۍ  له امله  رامنځته شوې ده .

په ورته مهال د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې له دې پېښې ورته د درېيو  مېرمنو په ګډون ۲۰ ټپيان ور وړل شوي دي.

همت وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى او تر درملنې وروسته به رخصت شي.

د يادولو ده، په دې وروستيو کې د کابل-کندهار  د لويې لارې په اوږدو کې ترافيکې پېښې زياتې شوې دي.

د کب په ١٠مه هم د غزني د مرکز اړوند د کابل-کندهار پر لويه لار د يوې ترافيکې پېښې له امله ٥ تنه مړه او ٣  نور ټپيان شول.