ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ژوبڼ ته د “مرجان”ځاى ناستى راغى

author avatar
18 Mar 2014 - 20:04
author avatar
18 Mar 2014 - 20:04

کابل ( پژواک ٢٧کب٩٢): يوه افغان سوداګر له يو تن څخه په شل زره امريکايي ډالره يو ځوان زمرى پېرلى او کابل ژوبڼ ته يې ورکړى دى.

دغه څرګندونې د کابل ژوبڼ  امر عزيزګل ثاقب د کب په ٢٧مه په کابل کې خبريالانو ته وکړې.

د هغه په وينا، ياد شوى سوداګر حاجي شفيق الله چې د کابل ښار په لسمه ناحيه کې ژوند کوي او د پنجشېر اصلي اوسېدونکى دى، ويلي يې دي چې دغه زمرى يې د هلمند له يوه اوسېدونکي څخه د روان کال په غبرګولي مياشت کې پېرلى و.

ثاقب وايي، حاجي شفيق الله ويلي، هغه هلمندى نه پېژني چې دغه زمرى يې  ترې پېرلى دى.

هغه وويل، چې حاجي شفيق الله ياد شوى زمرى، چې اوس د ١١ مياشتو عمر لري، دوې مياشتې په خپل کور کې ساتلى و.

د ده په وينا، کله چې د باغ وحش ادارې په دې اړه معلومات ترلاسه کړل، له حاجي شفيق الله سره يې اړيکه ونيوه او ورته ويې ويل، چې په کور کې د زمري ساتل جواز نه لري او بايد ژوبڼ ته يې وسپاري.

د ژوبڼ امر وايي، چې حاجي شفيق الله د ژوبڼ ادارې خبره ومنله او ياد شوى زمرى يې وړيا ژوبڼ ته ورکړ.

 هغه زياته کړه، چې ژوبڼ دغه زمرى له حاجي شفيق الله څخه په داسې حال کې تسليم کړ، چې سخت ناروغ و، پر پښو شل و او غاښونه يې هم ايستل شوي و.

ده وويل، کېداى شي چې د دې زمري غاښ هغه چا ايستلي وي، چې هېواد ته يې په قاچاقي ډول راوړى دى.  

ثاقب وايي، د دې ځوان زمري موضوع يې ځکه اوس له رسنيو سره شريکه کړه، چې مخکې يې د مړينې ډېر امکان و او په ژوبڼ کې تر درملنې لاندې و، خو اوس يې روغتيايي حالت ښه شوى او نن ماښام به يې د دې ژوبڼ له زمرۍ سره يو ځاى کړ.

د ده په وينا، کېداى شي دغه زمرى چې افريقايي ډوله دى، له پاکستان، ايران او يا له کوم بل هېواد څخه افغانستان ته راوړل شوى وي.

د کابل ژوبڼ زمرى “مرجان” چې په ١٣٤٩ کال کې له المان څخه راوړل شوى و، په ١٣٧١ کال کې وروسته له هغه يو تن په لاسي بم ټپي کړ، چې ورور يې د دې زمري په حمله کې ووژل شو.

دغه زمرى په ١٣٨١ کال کې د ٤٨ کلونو په عمر ومړ. 

ثاقب وويل، د حاجي شفيق له خوا ژوبڼ ته د ورکړل شوي ځوان زمري نوم هم “مرجان” اېښودل شوى دى.

عزيزګل په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل، که څه هم په افغانستان کې د ځنګلونو وهل او د حيواناتو ښکار کول ممنوع اعلان شوي، خو بيا هم دغه کار په هېواد کې دوام لري.

د ده په خبره، ځينې ولايتي چارواکي په  مېلمستياوو کې  هغه حيوانات ذبحه  کوي، چې ښکار يې منع  دى.

ثاقب، له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د ښکار او ځنګلونو د وهلو مخه دې ونيسي.

د يادولو ده، چې دا مهال د کابل په ژوبڼ کې سل بېلا بېل حيوانات، مرغان او کبان شتون لري، چې  ټوله شمېره يې  ٦٠٠   ته رسېږي.

د کابل ژوبڼ په ١٣٤٨ کې جوړ شوى دى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.