Language

د ټاکنو د کمیسیون درې تښتول شوي کارکوونکي خوشې شول

جلال اباد (پژواک، د وري لومړی ۹۲) وسلوالو طالبانو په ننګرهار ولایت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون درې تښتول شوي غړي خوشې کړل.

څو ورځې مخکې وسلوالو کسانو له هسکې مینې ولسوالۍ څخه د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پنځه غړي تښتولي وو.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي  پژواک ته وویل چې له تښتول شویو کسانو څخه یې درې تنه  نن خوشې او خپلو کورونو ته رسیدلي دي.

 د  اصف په نامه دسیمې یوه اوسیدونکي پژواک ته وویل چې دغو کسانو ته طالبانو ویلي چې بیا به په ټاکنو کې دنده نه ترسره کوي او په همدې ضمانت یې خوشي کړي.

دیادې ولسوالۍ یو شمیر قومي مشران چې ددې کسانو د خوشې کولو په موخه  پرون د وسلوالو طالبانو سیمې ته تللي وو، بیرته د راتګ پر مهال د وسلوالو لخوا یې څلور تنه ووژل شول او دوه نور یې ژوبل شول.

وسلوالو طالبانو  دیاد قومي مشرانو په وژلو کې لاس لرل رد کړی دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.