ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولايتي شوراګانو ډېرى غړي د درېيو کانديدانو ملاتړ کوي

د ولايتي شوراګانو ډېرى غړي د درېيو کانديدانو ملاتړ کوي

author avatar
23 Mar 2014 - 19:48
د ولايتي شوراګانو ډېرى غړي د درېيو کانديدانو ملاتړ کوي
author avatar
23 Mar 2014 - 19:48

 کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٣): د افغانستان د ولايتي شوراګانو له ٣٠٧ غړو څخه چې د پژواک خبري اژانس ټېلېفوني اړيکې ته يې ځواب ويلى، ٦٥ تنو د ډاکټر اشرف غني احمدزي، ٦١ تنو د ډاکټرعبدالله عبدالله او ٥١ نورو په ولسمشريزو ټاکنو کې د ډاکټر زلمي رسول له کانديدۍ ملاتړ کوي.

پژواک خبري اژانس د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې هڅه وکړه، چې د ولايتي شورا له ټولو غړو سره، چې شمېره يې ٤٢٠ ته رسېږي، اړيکه ونيسي او د دوى نظر وپوښتي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د کوم کانديد تر شا ولاړ دي.

د دوى له ډلې ٣٠٧ تنو ځواب ووايه او ٩٠ نورو يې ټيلفون ځواب نه کړ.

 دا چې د ولايتي شوراګانو ٢٣ نور غړي يا په وسله والو بريدونو کې وژل شوي او يا هم يې هم استفعا ورکړې، مړه شوي او يا يې هم دندې د ځينو دلايلو له امله ځنډېډلي، په دې راپور کې شامل نه شول.

په دې راپور کې د ولايتي شوراګانو د ٣٩٧ برحاله وکيلانو ٤٤،٥٨ سلنې د ولسمشرۍ د درېيو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزى، ډاکټرعبدالله عبدالله او ډاکټر زلمي رسول څخه خپل ملاتړ څرګند کړى دى.

د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني د ولايتي شوراګانو د ٦٥ ملاتړو په درلودو سره، چې د ټولو بر حاله (٣٩٧) غړو ١٦،٣ سلنه جوړوي، تر ټولو کانديدانو مخکى دى.

له ده څخه وروسته، په دويمه درجه کې ډاکټر عبدالله عبدالله دى، چې د ولايتي شوراګانو د ٦١ غړو ملاتړ لري، چې د ټولو برحاله غړو ١٥،٣ سلنه جوړوي.

 ډاکټر زلمي رسول بيا د ولايتي شوراګانو د ٥١ ملاتړو په درلودو سره ، چې د ولايتي شورا د برحاله وکيلانو ١٢،٨ سلنه جوړوي، درېيم مقام خپل کړى دى.

په همدې ډول د ولايتي شوراګانو ٢٢ غړو چې د ولايتي شورا د ټولو ٣٩٧ برحاله غړو ٥،٥٤ سلنه جوړوي، د څلورو نورو کانديدانو استاد عبدرب الرسول سياف، محمد شفيق ګل اغا شيرزي، انجنيرقطب الدين هلال او هدايت امين ارسلا څخه ملاتړ کوي.

سياف د ولايتي شوراګانو د ١٢ وکيلانو ملاتړ لري، چې څلورم مقام خپلوي، شيرزى د پنځو ملاتړو په درلودو پنځم، قطب الدين هلال د څلورو ملاتړو په لرلو شپږم او هدايت امين ارسلا د ولايتي شورا د يوه وکيل د ملاتړ په لرلو سره ٧ مقام خپل کړى دى.

دوه نور کانديدان سردار محمد نادر نعيم او داود سلطان زوى د ولايتي شورا د هېڅ غړي ملاتړ نه لري.

په همدې ډول د ولايتي شوراګانو ١٠٨ غړي چې په ٣١ ولايتونو پورې تړاو لري او د برحاله غړو د ٢٧،٢ سلنه تشکيلوي وايي چې د ولسمشرۍ د هېڅ کانديد ملاتړ نه کوي او يا يې هم تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د دې شوراګانو ٩٠ وکيلانو چې د برحاله غړو ٢٢،٦ سلنه برابروي، د پژواک پرلپسې ټيلفوني اړيکو ته ځواب ونه وايه او يا يې هم ټېلفونونه بند وو.

١- د ډاکټرعبدالله عبدالله ملاتړي

په ٢٧ ولايتونو پورې اړوندو ٦١ وکيلانو د ډاکټر عبدالله عبدالله له کانديدۍ څخه ملاتړ کړى دى:

“محمد اصف فروغ، عبدالرشيد کلکاني، عبدالفهيم راشد او مريم احمدي له کابله . حاجي محمد شفيع، ګل محمد خان صافي او خواجه غلام محمد زمری له  کاپيسا. خواجه ميرخان رحماني او زاهده دقيق له پنجشېره. هوسۍ باياني، شکيبا غني سيدخيلی، سلطان محمد قند، نظيفه خالقي او رييسه صابر له  پروان څخه. هاجر ميرزايي او محمد حسين فهيمي له ميدان وردګو. سيد کريم خان له  خوست. محمد نعيم خان له هلمند. حاجی حفيظ الله له  کندهار. عزيز الله توخی له  زابل. محمد ناصر نظري له بادغيس. عبدالبصير خيرخواه او محمد جمعه رفعت  له فراه. غلام يحی راجي، فضل الحق احسان، ليدا فضل عرفاني او حبيب الله هاشمي له غور څخه. شيخ عزيز الله نجفي له هرات. استاد عبدالوکيل، محمود جان، عبدالرشيد دوران، شکيبا شکيب، ربابه نايبي، محبوبه سادات او رحيمه نصرتي له بلخ. محمد صادق لولاشي او غلام سخي نويد له فارياب. عبدالحسيب بوستاني له جوزجان. ضياء الدين ضيا، عبدالقيوم شاروال، احمدعلي شاه تَمَسُّکِی، سعادت حميدي او سيد عبدالعليم سادات له سمنګان. اسدالله خرم او محمد موسی له سرپل. مولوي عبدالواحد طيبي او مولوي ذبيح الله عتيق له بدخشان. مولوي زين العابدين علوي، ندا کياني او جهانګير جوان له بغلان. کريمه صادقي له کندوز. ميا حسن و نصرالله صافی له کوڼر. ګلاب الدين او قاري ميرحاتم تره خيل له لغمان. زهره صديقي او عبدالقهار له ننګرهار. مولوي عبدالغفور له نورستان. طاهره مرادي له دايکنډي او مولوي محمد يوسف له باميانو څخه هغه وکيلان دي، چې له ډاکټر عبدالله يې ملاتړ کړى دى.”

ډاکټرعبدالله په اوو ولايتونو (اروزګان، تخار، نيمروز، پکتيا، پکتيکا، غزنى او لوګر)  کې د ولايتي شوراګانو د غړو له ډلې د چا ملاتړ نه درلود.

٢- د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړي

 په ٢٧ ولايتونو پورې اړوندو ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو ٦٥ وکيلانو د اشرف غني احمدزي له کانديدۍ ملاتړ کړى دى:

“حاجی ثمرګل، محمد يونس ثمر ملاخېل، معروف هوتک، تاج الدين بهرامي، عبدالحميد سجادي، زيبا صفا، تورپيکۍ نوابي او انيسه مقصودي له کابل. نجيب الله رحيمي له کاپيسا. ډاکټر عبدالولي وکيل او حاجي دورګل له لوګر. عبدالولي خان زاده او عزيزه ميثم له غزني. اوکمينه له خوست. شايسته جان احدي له پکتيا. عبدالغني پکتين، ډاکټر نواب وزيري او حنيفه کټوازۍ له پکتيکا. سيف الملوک نوري، علي احمد، راضيه بلوچ او ملکه هلمندۍ له هلمند. مولوي عبدالباسط صارم له بادغيس. محمد نذير خدمت، شهلا ابوبکراو شيرين فيضي له فراه. انجيلا شريفي او هاجره له غور. مه لقا علم له هرات. محمد نادر بلوچ، محمد انور مرادي له نيمروز. بلقيس هادي له بلخ. ملا محمد نبي محمدي، محب الله ميرزاد، انيسه تينج، رحمت الله ترکستانی او فقير محمد صادقي له فارياب. مولوي عبدالحی حيات، محمد جمعه پهلوان، عبدالقادر ماليه او نبيه مصطفی زاده له جوزجان. محمد عوض بيګ بيګزاده له سمنګان. مولوي عبدالغني او معصومه رمضاني له سرپل. سيد مظهر سعيدي، عبدالمصورعبيد، همراه خان نثار، فرهناز پاميري او منيره عالميار له بدخشان. عبدالغياث، امان الله خان نبي زاده او زهرا عرض بيګي له کندوز. شاه محمود له تخار. تورپيکۍ رسول له کونړ. هادي رحيمي زاده او سهراب اعتمادي له دايکنډي. محمد عزيز شفق، راضيه اقبال زاده او احمد علي احمدي له باميان. امان الله هوتکي له اروزګان. استاد محمد ايوب خان ملک بابا، ضابط اميرمحمد، ذبيح الله زمری او نفس ګل ملکزۍ له ننګرهار او قاضي عنايت الله مذهبيار له نورستان څخه هغه وکيلان دي، چې د ډاکټر اشرف غني ملاتړ کوي.”

ډاکټراشرف غني هم په اوو ولايتونو (پنجشېر، پروان، ميدان وردګو، کندهار، زابل، بغلان او لغمان) کې د ولايتي شوراګانو د غړو ملاتړ نه لري.

٣- د ډاکټر زلمي رسول ملاتړي

 د هېواد له ١٩ ولايتونو څخه د ولايتي شوراګانو ٥١ وکيلان ولسمشرۍ ته د ډاکټر زلمي رسول له کانديدۍ څخه ملاتړ کوي:

“سيد شاه خان او محمد علي محمدي له کابل. عطا محمد اميري، نسرين خموش او ويدا سعيدي له پنجشېر. محمد حضرت جانان، رمضان علي رسولي، محمد يونس مجاهد زاده  او بس بي بي  له ميدان وردګو. عبدالجامع جامع، محمد صافی اکبري، حميدالله نوروز، جمعه خان تره کی، استاد ذکيه رحيمي، مرضيه رحيمي او ژولينا فيضي له غزني. ګلالۍ سليمانخېل له پکتيا. ډاکټر امينه له پکتيکا. عبدالباري بارکزی، ميراحمد حاجي ملا، فضل باري فياض، له هلمند. سيدخان خاکريزوال، احمدشاه اڅکزی، مختار رشيدي، حاجي محمد، رحمت الله خان، فدا محمد او مريم درانی له کندهار. محمد هاشم ګرانی او عبدالرحمن هوتک له زابل. محمد صادق يوسفي او عبدالطيف غفوري له غور. محمد عسکر انوري، توريالی طاهري، جهان تاب طاهري او محمد عمرصديقي له هرات. شيرين بي بي عزيزي او عبدالرزاق له نيمرزو. سيد عبدالله مسرور او عبدالبشير له بلخ. عبدالغني نصرت له فارياب. محمد اسماعيل، عبدالقدير راشد او کامل بيک حسيني له بدخشان. ډاکټر محمد فيصل سميع او زرغونه ستانکزۍ له بغلان. خان شيرين جعفري له کندوز. حاجی عبدالعزيز او سهيلا جويا له تخار. محمد ابراهيم اخندزاده او جان محمد کريمي له اروزګان  څخه د ولايتي شوراګانو له هغو وکيلانو څخه دي، چې له ډاکټر زلمي رسول څخه ملاتړ کوي.”

زلمى رسول بيا په ١٥ ولايتونو (باميان، دايکنډي، نورستان، ننګرهار، لغمان، کونړ، سرپل، سمنګان، جوزجان، فراه، بادغيس، پکتيکا، خوست، پروان او کاپيسا) کې د ولايتي شوراګانو د وکيلانو ملاتړي نه لري.

٤- د استاد عبدرب الرسول سياف ملاتړي

په اتو ولايتونو پورې اړوند د ولايتي شوراګانو ١٢ غړي دعبدرب الرسول سياف له کانديدۍ څخه ملاتړ کوي:

“عادل خان اکاخېل له کابل. فريد احمد شفق، مولوي عبدالرحيم او عبدالواسع سيدخېلي له پروان. حفيظ الله اميري له غزني. مولوي رمضان اخندزاده له غور. سيد وحيد قتالي  او سيد محمد حسين حسيني له هرات. حاجي عبدالله له کندوز. ماريه تيموري او ضياء الحق صميم له تخار او ګلزار سنګروال له لغمان  څخه هغه وکيلان دي، چې د استاد سياف ملاتړ يې کړى دى.”

٥- محمدشفيق ګل اغا شيرزى

په پنځو ولايتونو پورې اړوند د ولايتي شوراګانو پنځه وکيلان له شيرزي ملاتړ کوي.

“عطاء الله له هلمند. مدينه خاکسار له زابل. صولت خان نورزي له هرات. استاد ګلشن نوابي له بغلان او افتخار مومند له ننګرهار څخه د ګل اغا شيرزي ملاتړي دي.”

  ٦-انجنيرقطب الدين هلال

د درېيو ولايتونو اړوند د ولايتي شوراګانو څلور غړي انجنير قطب الدين هلال ملاتړ کوي.

“اميرالدين حق پناه ځاځی او سيد مجتبی هاشمي له کابل. ولي خان صميم له لوګر او ګل محمد له  خوست څخه هغه وکيلان دي، چې د قطب الدين هلال ملاتړ کوي.”

 ٧-هدايت امين ارسلا

امين ارسلا يواځې له هلمند ولايت څخه د ولايتي شورا د وکيل حاجي عبدالله جان ملاتړ لري.

په همدې ډول د ولايتي شوراګانو ١٠٨ غړي چې په ٣١ ولايتونو پورې تړاو لري او د برحاله غړو د ٢٧،٢ سلنه تشکيلوي وايي چې د ولسمشرۍ د هېڅ کانديد ملاتړ نه کوي او يا يې هم تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

 “محمدغبار رحيمي، قاري سيد عمر هوتک، پاچا جان منيب، محمد عوض چاکريار، ګل جان بخشي، فاطمه شيرزاد او استاد موسی له کابل. محمد حسين خان سنجني، راضيه سادات، شکريه نصيري، سيما متين او ډاکټر غلام فاروق له کاپيسا. هما احمدي، عبدالخالق خيرخواه او حاجي غلام يحيی له لوګر. مولوي عبدالکريم عباسي، غلام سعيد وقار او وحيدالله دژکوهي له پنجشېر. عبدالظاهر سالنګي، عصمت الله محمدي، عبدالله سالنګي، نصير احمد، قاري عبدالرحمن قاري زاده، قاري عبدالرحمن احمدي له پروان. محمد رفيع الله طاهري، شېرشاه بازون وردګ او حليمه عسکري له ميدان وردګو. علي درياب صالحي، نادرخان ګيرووال، امان الله کامراني او حميدالله دانش له غزني. شفيق الله مجاهد، مراد خان، جان مير ځاځی، زهره جلال او نعت بي بي عمري له خوست. حاجي محمد لايق منګل، عبدالمالک ځاځی، مياخېل جاجي، مريم پکتين له پکتيا. ظفر خان سليمان خېل له پکتيکا. بي بي لايقه او عصمت الله اسحق زی له هلمند. عبدالکريم دستګيري (حاجي آغا لالی)، زرغونه کاکړ له کندهار. زدراڼ سنګريار، فوزيه يونسي، زربي بي حناني سليمانخېل له زابل. فيض الله عظيمي، عبدالمجيد شکيب، عبدالکبير منيب او ضيا ګل حبيبي له بادغيس. عبدالستار رحيمي، عبدالغني نورزی، شريفه سادات او عبدالحميد حميد له فراه. نيازمحمد شېرزی، ګل فيروز غفوري، نجيب الله او عبدالقدير رسولي له غور. نذير احمد حيدرزاده، عبدالظاهر فيض زاده، شېراحمد خان عليزى، فاطمه جعفري، سکينه حسيني او سيد جلال الدين شېرزادي له هرات.  نجيب الله ناصر، مولوي ګل احمد احمدي له نيمروز. سيد عبدالباقي هاشمي، انګار توخي، فرشته بيدکي او دُرتاج له فارياب. مولوي عبدالله نصرت او فيروزه قريشي له جوزجان. نازيه بهارستاني له بدخشان. قاري قدرت الله وفا، فضل الدين مرادي، ذبيح الله رستمي، علم جان او حاجي محمد مرادي له بغلان. محمد عثمان رحيمي، محبوب الله محبوب، نازکمير اکبري او محمد يوسف ايوبي له کندوز. عبدالله بيګ، نجيب الله خالقيار، مجيب الرحمن رشيدي، خان محمد صديقي، مولوي محمد الله ورسجي او سيمين حسيني له تخار. سيد سکندرشاه سادات، محمد اسماعيل شينواری، استاد توراج، سهيلا بابر او سلطان صديقي له کونړ. حاجي عبدالعزيز او بي بي خورد له لغمان. فدامحمد ګرديوال، لعل محمد درانی، انګيزه شينوارۍ او عبدالبصير ګلاب له ننګرهار. عنايت الرحمن، ګلالی اوګل محمد زاهد له نورستان. سيد اسحق او رشيده شهيدي له دايکنډي. عاقله حسيني او زينب نوري له باميان او عبدالعلي حقبين له اروزګان  څخه  هغه کانديدان دي، چې تر اوسه يې په دې اړه تصميم نه دى نيولى او يا هم نه غواړي، چې له چا څخه ملاتړ وکړي.”

 د ولايتي شورا ځينو غړو، چې د دويم ځل لپاره يې دغې شورا ته ځانونه کانديد کړي، له دې امله، چې ګواکې د خپلو پلويانو ملاتړ به له لاسه ورکړي، د ولسمشرۍ د کوم کانديد نوم وانخيست چې دوى غواړي ترې ملاتړ وکړي.

په دې ډله کې عبدالظاهر سالنګي، قاري عبدالرحمن قاري زاده او قاري عبدالرحمن احمدي له پروان او راضيه مينه نيازۍ له لغمان څخه شامل دي.

 ځينې نور وايي دا چې د کانديدانو د يو بل پر ګټه د تېرېدو لړۍ دوام لري او شونې ده، چې د دوى د خوښې وړ کانديد به د بل چا په ګټه تېر شي او د هغوى په وينا، هغه مهال به يې بيا د خجالت لامل وګرځي، نو ځکه نه غواړي اوسمهال د چا ملاتړ وکړي.

د وردګو د ولايتي شورا غړى شېرشاه بازون وردګ وايي، له همدې امله اوس نه غواړي، له کوم کانديد څخه د ملاتړ وکړي.

د ولايتي شوراګانو يو شمېر غړي چې دې شورا ته بيا کانديدان دي فکر کوي، چې د ولسمشرۍ له کانديد څخه د ملاتړ په بدل کې بايد د دوى د مبارزو د لګښتونو پيسې هم د هغوى پر غاړه وي.

 دا چې دا کانديدان تر اوسه نه دي توانېدلي د ولسمشرۍ له کوم کانديد سره تفاهم وکړي او د خپلو ټاکنيزو مبارزو لپاره پيسې تر لاسه کړي، نو له همدې امله د کوم ځانګړي کانديد يې ملاتړ نه دى کړى.

نصير احمد له پروان څخه وايي: “ما ځکه تر اوسه خپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې د خپل کمپاين ټول لګښت مې له خپله جېبه پرې کړى، نو چې د چا په ملاتړ کې زموږ ګټه نه وي، څه ضرور ده چې هسې ځان بدنام کړو.”

د ولايتي شوراګانو ٩٠ وکيلانو چې د برحاله غړو ٢٢،٦ سلنه برابروي، د پژواک پرلپسې ټيلفوني اړيکو ته ځواب ونه وايه او يا يې هم ټېلفونونه بند وو.

“نثارالدين بريالی، غلام رضا رمضان زاده، نعمت الله سهاک او نرګس مجاهد سادات له کابل. نفيسه هجران او فيروزه احمدزۍ له لوګر. عيدي محمد شارقي له پنجشېر. احمد ذکي زاهد، له پروان. صفر علي ثاقب او حميده ګلستاني له غزني. زرغونه له پکتيا. عبدالمجيد، فضل الرحمن کټوازی، ديانا او عبدالمبين فقير زاده له پکتيکا. کريمه جان او علاو الدين سلطاني له هلمند. حاجي محمد احسان او شکيلا صالحي او نعمت الله شېردلى له کندهار. غلام فاروق خان له زابل. امان الله شهاب زی، فريبا رحماني او ثريا محمدي له بادغيس. عبدالرحيم رضا زاده له غور. خليل احمد عزيزي، مژده نورزايي، محمد خان نورزايي او تور محمد خان ظريفي له هرات. محمد صديق چخانسوري او شکيلا حکيمي له نيمروز. مولانا حميد الله متوکل، محمد افضل حديد، غلام عباس اخلاقي، رييس عبدالخالق، بشير احمد عزيزالله، محمدخان، حاجي عبدالوکيل، حاجی مجيد او شاه محمد له بلخ. محمد لطيف او رحيمه بيهقي له فارياب. مولوي محمد نبي ايوبي او فرح ديبا شهرزاد له جوزجان. معصومه حسني، حنيفه امين پور او محمد حسين ضيايي له سمنګان. سيد حيات الله عالمي، محمد عارف شريفي، سليمه قابله او ثمرالدين خان له سرپُل. احمد جاويد، محمد عارف فاروقي، وحيده هلالي او محمد صفا له بدخشان. اسدالله شهباز، عبدالخليل انوري او نوريه حميدي له بغلان. عبدالقهار، ګل محمد عابد، اصيلا بارکزۍ، جميله کريمي، مولوي خوش محمد نصرتيار او عبدالقدير حسين خېل له کندوز. حاجي جمشيد، لطيفه سعيدي او مولوي عبدالقهار حکيمي له تخار. اجمل وفا او فرزانه اميرزۍ له لغمان. نصرت الله، مفتي معين شاه حقاني، آغاجان، نيلوفر عزيز، محترمه امين او جاويد زمان له ننګرهار. اميرحمزه احمدي، خاطره نورستاني عمار، رويده او شمس الدين له نورستان. انور مبلغ، حسين علي منتظري، شفيقه آزاده حکيمي او ملا ابراهيم رحماني بلوچ له دايکنډي. هدايت الله روحاني، سيد واحد بهشتي او حاجي خليل له باميان. جان محمد پوپل، محمد الله، مرجانه کوچۍ، محمد نعيم له اروزګان څخه د ولايتي شوراګانو د هغو کسانو له ډلې دي، چې زموږ اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.”

د ولايتي شوراګانو ٢٣ غړي، چې له دندو يې استعفاوې کړي او يا هم په وسله والو بريدونو کې وژل شوي، مړه شوي او يا يې هم دندې د ځينو دليلونو له امله ځنډېدلي دي:

” عبدالحکيم سليمانخېل او عبدالله احمدزی له لوګره. خواجه روح الله صديقی له پروان. صاحب شاه قاضي له غزني. سيد عبيدالله شيرآغا او عزيزالله پويا له غزني. زرغونه همت له پکتيا. محمد انورخان له هلمند. احمدولي کرزی او شکيلا صالحي له کندهار. اسدالله ناصر له زابل. امان الله شهاب زی له بادغيس. حيات الله ابراهيمي له غور. غلام محی الدين نارويي او ګل مکۍ وکيلي له نيمروز. محمد ابراهيم تينمس له فارياب. محمد رسول محسني له بغلان. عبدالقهار له کندوز. قاري محمد خال له تخار. فضل الرحمن معلم ملنګ له لغمان. حاجي جمال قدير او ابرارالله مراد له ننګرهار او جواد ضحاک له باميانو څخه د هغو کسانو له ډلې دي، چې په دې راپور کې نه دي شامل شوي.”

ټاکل شوې، چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تر راتلونکو دوه اونيو پورې تر سره شي.

 په دغو ټاکنو کې نهه تنه د ولسمشرۍ څوکۍ او شاوخوا ٢٦٠٠ تنه نور د ولايتي شوراګانو د ٤٥٨ څوکيو لپاره سره سيالي کوي.

د ولسمشرۍ دوه کانديدان عبدالقيوم کرزى او عبدالرحيم وردګ، چې يو يې د زلمي رسول په ګټه له خپلې کانديداتورۍ لاس واخست او بل يې پرته له دې چې د بل کانديد ملاتړ وکړي، ټاکنيزه سيالي پرېښوده.

همدارنګه د ولايتي شوراګانو لپاره څه دپاسه ٢٧٠٠ تنو ځانونه کانديد کړي وو چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ١١٥ تنه په شرايطو برابرو ونه بلل او ددوى نومونه يې له لسته وغورځول.

د ولايتي شورا د ٣٠٧ غړو له ډلې چې د پژواک ټلفون يې ځواب کړى، ٢٠٦ تنو ويلي چې بيا د ولايتي شورا لپاره کانديدان دي.

د ولایتي شورا د غړو مکمل لست دلته وګورئ!

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.