Language

غزني کې زورواکو د کډوالو ښارګوټي ځمکې پلورلې

غزني (پژواک ٥ ورى ۹۳): د غزني د کډوالو چارو رييس وايي، چې يو شمېر زورواکي د دغه ولايت د البيروني په نوم د ګډوالو ښارګوټي ځمکې پلورلې دي.

د کډوالو چارو رييس محمدجميل سيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد ښارګوټى، چې د غزني د مرکز اړوند د قلاتي سيمې په ګاونډ کې دى، سلګونه جريبه ځمکه يې زورواکو نيولې او پلورلې ده.

سيدي وايي: ((د دغه ښارګوټي ځمکه اوس هم د زورواکو له لوري پلورل کېږي خو تر اوسه يې حکومت مخه نه ده نيولې، دا ځمکه د ګډوالو رياست اړوند ده او د بېرته راستنېدونکو او مستحقو کورنيو لپاره بېله شوې ده.))

د کډوالو چارو رييس وايي، اوسمهال په دې سيمه کې مستحقو کورنيو ته نږدې ۷۷۵۰ نومرې ځمکه وېشل شوې او قانوني اسناد يې هم ورکړل شوي دي.

نوموړى وايي: ((په کومو کسانو چې ځمکې وېشل شوې، ژر تر ژره يې بايد کارونه پيل کړي.))

د هغه په وينا، د دغه ښارګوټي د سړک پخولو په اړه يې له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې دي څو د دغه ښارګوټي، سړک پوخ کړي او د اسلامي ثقافت مرکز له سړک سره يې ونښلوي.

بلخوا د غزني د قلاتي کلي يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې دغه ځمکه د دوى ملکيت دى.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي، چې نږدې لس جريبه ځمکه لري پژواک ته د نوم نه ښودو په شرط وويل: ((دا ځمکې له تېرو شلو کلونو راهيسې زموږ په نوم دي، بلکې د دې سيمې څرځايونه هم دي.))

سرچينه وايي، چې په غزني کې په زرګونه جريبه نوره ځمکه هم لاندې شوې او خلکو پرې مارکېټونه جوړ کړي دي خو دولت يې د مخنيوي توان نه لري.

په ورته مهال د مقر ولسوالۍ اوسېدونکى حبيب الله، چې اوس يې د قلاتي سيمې په شاوخوا کې ځمکه اخيستې پژواک ته وويل، چې د دې ځمکې د اخيستو پر مهال ورته ويل شوي و، چې دا ځمکې په اسنادو کې ستونزې نه لري.

هغه وايي: ((پلورونکو په لومړي ورځ راته وويل، چې له دولت سره موږ کومه ستونزه نه لرو؛ ځکه موږ له دولت سره خبره خلاصه کړې ده خو اوس چارواکي وايي، چې دا ځمکې دولتي دي.))

محمدولي، چې د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى دى وايي، دوه کاله مخکې يې په دې سيمه کې ځمکې واخيستې خو تر اوسه هم لا کور نه شي پرې جوړولاى.

نوموړى وايي: ((پلورونکو يې اسناد هم راکړي خو کار په کې نه شو کولاى ځکه دولتي ځمکه ده.))

محمد ولي وايي، کومو کسانو چې دلته ځمکه اخيستې ټولو ته د قلاتي د اوسېدونکو له لوري اسناد ورکړل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک ته ومنله، چې د قلاتي د سيمې يو شمېر خلکو د دغه ښارګوټي ځمکه لاندې کړې او په نورو کسانو يې پلوري.

د والي وياند وايي: ((دا دولتي ځمکه ده، د ښارجوړونې له وزارت څخه د دغه ښارګوټي، نقشه رالېږل شوې او رسمي شوې ده.

ننګ وايي، د قلاتې سيمې خلک حق نه لري، چې په دې سيمه کې ځمکې واخلي يا يې وپلوري.

نوموړى وايي، ولايت پرېکړه کړې ده،چې د دې ستونزې د هوارۍ په موخه يو کمېسيون جوړ کړي څو د ښارګوټي د ځمکو د غير قانوني خرڅلاو مخنيوى وشي.

هغه وايي: ((خلک دې د دغو ځمکو له اخيستلو ډډه وکړي او که چېرې يې واخلي هم خو دغه ځمکه به بېرته ترېنه نيول کېږي.))

قلاتي د غزني ښار سوېل ته په ٥ کيلومترۍ او د ګډوالو د ښارګوټي په ګاونډ کې پرته سيمه ده چې ډېرى خلک په کې اوسېږي.

Related Topics