Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپيسا کې د پوهنې اړوند ١٧ پروژې پلي کېږي

محمودراقي (پژواک ٥ ورى ٩٣): په کاپيسا کې د څه باندې يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د پوهنې وزارت  ١٧ بېلابېلې پروژې پلې کيږي.

 د کاپيسا د پوهنې رييس حسني مبارک عزيزي د دې پروژو د پيل په مناسبت د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې په جوړه شوې ناسته کې وويل، چې په دې پروژو کې د کرنې او وترنرۍ د څلورو انستيتيوتونو، د تخنيکم لېسې ودانۍ، شپږو لېسو، دوو منځنيو ښوونځيو، دوو لومړنيو ښوونځيو او دوو ديني مدرسو د ودانيو جوړول شامل دي.

دى وايي، دغه ودانۍ د کاپيسا په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې د يو کال په موده کې جوړيږي.

هغه زياته کړه، چې له يادو ودانيو څخه به ١٧زره زده کوونکي ګټه پورته کړي او لګښت يې د نړيوال بانک، امريکا متحده ايالتونو او ځينو نورو مرسته کوونکو له خوا ورکول کيږي.

د پوهنې وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال محمداصف ننګ په ياده غونډه کې له خلکو وغوښتل، چې د پوهنيزو چارو په پراختيا کې له پوهنې وزارت سره اړينې مرستې وکړي.

د کاپيسا خلک هم د يادو پروژو پلي کېدو ته خوښ دي.

له يادو کسانو څخه يو تن عبدالمتين مجددي وويل، چې په دې ولايت کې يو شمېر زده کوونکي په خېمو کې زده کړې کوي، خو د يادو ودانيو په جوړېدو سره به يې د ډېرو دغه ستونزه حل شي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په کاپيسا کې ٢٢٥ ښوونځي دي چې له دې ډلې څخه ١٧٠ يې ودانۍ لري.

د هغوى په وينا، په کاپيسا کې ١٤٢زره هلکان او نجونې په ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي. 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.