Language

لغمان کې د يوه سړک د جوړولو چارې پيل شوې

جلال اباد (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): په لغمان ولايت کې د ١٧ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.

د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سړک  په دولت شاه ولسوالۍ کې جوړېږي.

هغه زياته کړه چې سړک د ولسوالۍ له مرکز څخه پيل او د فراشغان درې تر منګلپور سيمې پورې غځېدلى چې ١٧ کيلومتره اوږدوالى او درى نيم متره سور لري.

د ځواک په وينا، پر ياد سړک څه باندې ٥٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د کليو پراختيا وزارت تر چتر لاندې د نړيوال بانک په مرسته جوړېږي.

د والي وياند وويل، چې  دغه سړک جغل اندازي کېږي او په اوږدو کې يې د ۱۲ مترو په اوږدوالي يو پول، ۳ واشونه، ۸۷ پلچکونه او ۶۳۳ متره استنادي دېوال هم په پاخه او اساسي دول جوړېږي.

دى وايي چې له دغه سړکه د يادې ولسوالۍ د ١٨ کليو ١٢٠٠ کورنۍ ګټه پورته کوي.

د دولتشاه ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي نذير پژواک اژانس ته وويل، چې د سړک د خرابوالي له امله دوى له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

د هغه په وينا، دوى تر اوسه نه شي کولى چې خپل عاجل ناروغان د ولسوالۍ او يا هم د ولايت مرکز مهترلام ته پر وخت ورسوي او د دغه سړک په جوړېدو سره به يې دا ستونزه هواره شي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.