ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې پراخې ټاکنيزې درغلۍ شوې دي

په ميدان وردګو کې پراخې ټاکنيزې درغلۍ شوې دي

author avatar
13 Apr 2014 - 18:02
په ميدان وردګو کې پراخې ټاکنيزې درغلۍ شوې دي
author avatar
13 Apr 2014 - 18:02

کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا ځيني کانديدان او د ټاکنو پروسې يو شمېر څارونکي وايي، چې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي.

دغه سرچينې د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون څخه غواړي چې دغو ستونزې ته پوره پاملرنه وکړي او پرې نه ږدي چې کوم کانديد د تقلبي رايو پر بنسټ بريالی اعلان شي.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا کانديد امين الله وحدت يو له هغو کسانو دى چې په دغه ولايت کې په ټاکنو کې له درغليو سر ټکوي.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل، خلکو هيله لرله چې ټاکنې به سمې او رڼې ترسره شي، خو له يوې خوا د امنيتي ستونزو له امله د دغه ولايت په ډېر سيمو کې خلکو ونه شو کړاى چې په ټاکنو کې ونډه واخلي او له بلې خوا په ټاکنو کې درغلۍ وشوې.

دى د بېلګې په توګه وايي، چې د چک ولسوالۍ له ٢٥ پلان شوو مرکزونو شپږ مرکزونه فعال شول او هغه هم داسې چې ځيني يې د ټاکلو سيمو پر ځاى په نورو سيمو کې جوړ شوي وو.

 وحدت زياته کړه، چې د پنه کلي مرکز د چک ولسوالۍ په بازار کې له ١٢ بجو وروسته فعال شو او د اله سنګ او امبوخاک د سيمو د مرکزونو مواد او مسوولينو هم شپه د لنګر په سيمه کې د ملي اردو په قرارګاه کې تېره کړه او دغه مرکزونه د ټاکنو په ورځ نږدې ١١ بجې فعال شول.

د هغه په وينا، ناظرينو يې راپور ورکړى، چې د رايو ورکولو له يادو شپږو مرکزونو څخه په اله سنګ کې ٥٦، په امبوخاک کې ١١، په لنګر کې ٧٣، د بيکسمند په مرکز کې چې په لنګر کې فعال شو ١٦، بمبايي کې ٨١ او د ولسوالۍ په مرکز کې ١٤٠ رايې کارول شوې دي.

دى وايي چې دغه رايې د ولايتي شورا د کانديدانو دي خو په ځينو يادو مرکزونو کې د ولسمشرۍ لپاره د کارول شوو رايو شمېر ځکه تر دې يو څه زيات دى، چې د بل ولايت اوسېدونکو پوځي کسانو هم په کې رايه کارولې او هغوى د ولايتي شورا کانديد ته رايه نه شوى ورکولاى.

امين الله وحدت وويل چې په چک ولسوالۍ کې همدا يادې رايې کارول شوې او دا رايې هم د دولتي پوځي او ملکي کارکوونکو، ناظرينو، د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو او له کابل نه د ځينو ورغلو کسانو رايې دي، ځکه چې د سيمې خلکو په ټاکنو کې ونډه وانه خيسته.

دى وايي، چې څارونکو ته يې د رايې په مرکزونو کې د رايو د پايلو پاڼې هم نه دې ورکړل شوې، خو په يادو مرکزونو کې کارول شوې يادې رايې د ده او ځينو نورو کانديدانو څارونکو په دې اړه تر ډېر ټينګار وروسته د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) د ناظرينو په مخ کې شمېرلې او دغه شمېرې يې پر ځانګړو پاڼو ليکلي او لاسليک کړې دي.

هغه وويل، چې په چک ولسوالۍ کې له يادو رايو پرته نورې رايې صندوقونو ته اچول شوې وې، تقلبي دي.

وحدت زياتوي: “داسې اطلاعات دي چې د انتخاباتو کمېسيون ځينو مامورينو او ځينو امنيتي کار کوونکو د شپې له خوا د ځينو مشخصو کانديدانو لپاره تقلبي رايې کارولې دي.”

د ولايتي شورا دغه کانديد وايي، چې د دغه ولايت په جغتو او دايميردادو ولسواليو کې د سيمې خلکو د امنيتي ستونزو له امله په ټاکنو کې برخه نه ده اخيستې او د دغه ولايت په نورو ولسواليو کې هم چک ته ورته ستونزو شتون درلود.

 په سيداباد ولسوالۍ کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير او د ملي امنيت يو کارکوونکى په ټاکنو کې د درغليو په تور ونيول شول.

دغه راز پژواک خبري اژانس ته يوه ويډيو په لاس ورغلې چې يو شمېر د رايو صندوقونه چې سرونه يې پرانيستي وو او په ځينو کې يې د رايو بنډلونه ښکاري په ليکه اېښودل شوي؛ خلک يې تر خوا ولاړ دي او يو تن وايي چې دغه صندوقونه د مشخصو کانديدانو لپاره ډک شوي دي.

دغه کس ولاړو کسانو ته وايي: “ناظرينو!… ايا دا صندوقونه ستاسو مخکې ډک شوي دي؟ دا قابل د اعتماد ستاسو دي؟ دا پروسه تاسو منئ؟ او…” خو ولاړ کسان ورته وايي چې دا صندوقونه د دوى په مخکې نه دي ډک شوي او دا پروسه دوى ته د منلو نه ده.

په دې ويډيويي تصوير کې بل ځاى ښکاري چې يو مېز اېښودل شوى او د رايو ورکولو غرفې يې مخامخ دي. يو تن پوښتي چې دا د کوم ځاى رايې دي؟ بل تن ځواب ورکوي چې د اقچي توکرک سيمې، خو لومړى کس ورته وايي چې د اخچي توکرک سيمې مرکز ته اجازه نه شته چې دلته جوړ شي او دا قانوني سايټ نه دى.

اقچي توکرک د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ يوه سيمه ده.

په دې ويډيويي کليپ کې ځينې کسان وايي ، چې ناظرين دي خو د نظارت اجازه نه ورکول کېږي.

د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا کانديد وحدت وايي: “موږ د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته شکايت کړى، اميد مې دا دى، لکه څنګه چې له رسنيو او نورو سرچينو اورو چارواکي وايي چې په دې اړه به جدي اقدامات کوي، موږ هم غواړو چې په دې هکله جدي پاتې شي.”

 هغه وايي، چې رايه د خلکو حق او ستر امانت دى او ورسره خيانت خلکو ته د منلو نه دى.

ده وويل چې که اړوند ارګانونه د درغليو په اړه جدي اقدامات ونه کړي نو خلک به د خپل حق د لاسته راوړو لپاره له ټولو قانوني لارو چارو کار واخلي.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا بل خپلواک کانديد حاجي شېرشاه بازون هم له ورته ستونزو سرټکوي او وايي چې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې ولس په ټاکنو کې ونډه نه لرله.

دى وايي، چې د چک د پنې د مرکز د رايو په اړه کره معلومات نه لري، خو د دې ولسوالۍ په نورو پنځو مرکزونو کې ٢٣٧ رايې کارول شوې، د سيداباد ولسوالۍ د ټوپ او شيخ اباد په دوو مرکزونو کې څه باندې زر رايې کارول شوې او د جغتو په ولسوالۍ کې يو مرکز هم نه دى فعال شوى او نه چا رايه ورکړې ده.

هغه زياته کړه چې په دايميردادو ولسوالۍ کې له دوو مرکزونو پرته چې د اهل تشيع په سيمه کې فعال شوي وو، نور مرکزونه غير فعال وو.

دى هم وايي، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو پر مهال د شته ستونزو او واقعيتونو په اړه يې ټاکنيزو کمېسيونونو ته معلومات ورکړي او د دغه ولايت په نورو سيمو کې هم په ټاکنو کې ستونزو شتون درلود.

 د ده په وينا، د سيمې خلک د يادو ټولو ستونزو شاهدان دي او که د ټاکنو پايلې له واقعيتونو سره په ټکر کې اعلان شي نو هغه لږ او ډېر باور چې خلک يې پر حکومت او د ټاکنو پر کمېسيون لري، هغه به هم له لاسه ورکړي.

دى وايي چې که د دغه ولايت د ټاکنو پايلې د واقعيتونو خلاف اعلان شي نو څرګنده به کړي، چې د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکي او هغه امنيتي کسان چې د ټاکنو په مرکزونو کې يې شتون درلود، په درغليو کې لاس لري.

معاملې او درغلۍ

د چک ولسوالۍ د لنګر سيمې د رايو ورکولو په مرکز کې د امين الله وحدت څارونکى وايي، چې په دې مرکز کې د ټاکنو په ورځ د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکي نه وو او دى نه پوهېږي چې ولې دغه کارکوونکي مرکز ته نه وو ورغلي.

هغه وايي چې له همدې امله ده او يو بل ناظر په سيمه کې د ملي اردو ځوکوانو په هدايت په دغه مرکز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کارکوونکو پر ځاى کار وکړ.

ده وويل، چې تر نږدې دريو بجو په دغه مرکز کې د ولسمشرۍ د کانديدانو لپاره ١٢٠ او د ولايتي شوراګانو لپاره ٧٣ رايې دولتي او د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو او ناظرينو وکارولې.

د هغه په وينا، د ولايتي شوراګانو رايې ځکه کمې وې؛ چې ځيني دولتي کارکوونکي د نورو ولايتونو اوسېدونکي وو او ولايتي شورا ته يې رايه نه شواى کارولى.

هغه زياته کړه چې د ټاکنو په ورځ نږدې درى نيمې بجې دغه مرکز وتړل شو او په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو او د ټاکنو د کمېسيون ځايي چارواکو دوى په زور له مرکز څخه و ايستل او د رايو د پايلې پاڼې يې هم ورنه کړه.

دى هم وايي چې د دې ولسوالۍ په نورو مرکزونو کې هم د سيمې خلکو رايه نه ده کارولې، خو کېداى شي چې تقلبي رايې د “معاملو پر بنسټ” کارول شوې وي.

د سيداباد ولسوالۍ د ټوپ سيمې په مرکز کې د ياد کانديد يو بل څارونکي محمد سميع مايار وايي، چې تر غرمې په ياد مرکز کې د سيمې خلکو، ناظرينو، دولتي کارکوونکو او له کابل څخه ورغلو ځينو کسانو ټولټال ١٣٥٣ رايې وکارولې.

هغه پر ته له دې چې د چا نوم واخلي ويې ويل چې وروسته له ١٢ بجو د ټاکنو د کمېسيون يوه کارکوونکي او د ولايتي شورا د ځينو کانديدانو استازو له ده څخه وغوښتل چې صندوقونه د معاملې له مخې ډک کړي او (يوه رايه د دوو ډالرو او شل سنتو) په بدل کې صندوقونه ته واچوي.

دى وايي چې له يادو کسانو سره يې د معاملې خبر ونه منله، خو دغو کسانو وروسته د فيفا د استازي په مخکې ده ته ګواښ وکړ او اړ يې کړ چې هلته د ملي اردو ځواکونو ته شکايت وکړي.

د ده په وينا، د ملي اردو ځواکونو ورسره شهامت وکړ او په صندوقونو کې کارول شوې رايې يې وشمېرلې او د درغلۍ مخه يې ونيوه.

دى وايي، چې وروسته په ياد مرکز کې د رايو شمېرل پيل شول او څرګنده شوه چې په ترتيب سره ډېرې رايې د ولسمشرۍ د نوماندانو زلمي رسول، اشرف غني احمدزي، قطب الدين هلال او عبدرب الرسول سياف دي او ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دغه مرکز کې ٩ رايې لري.

د هغه په وينا، په همدې وخت کې د ملي اردو يو تن چا ته ټيلېفون وکړ او لږ وروسته د ملي اردو نور کسان دغه مرکز ته ورغلل او د رايو صندوقونه يې پرته له دې چې وتړل شي په موټر کې بار کړل او دى يې هم وګواښه.

دى وايي، چې د ملي اردو د کسانو له خوا د ده ګواښلو ويډيو هم ورسره ده، هغه ژمنه وکړه چې دا ويډيو به پژواک ته وسپاري.

مايار وايي: “په دغه مرکز کې ١٣٥٣ رايې کارول شوې که ١٣٥٤ هم شي ما ته د قبول وړ نه دي، هرو مرو تقلب شوى که نه نو بايد د دغه مرکز صندوقونه د ناظرينو په مخ کې بند شوي واى.”

په چک ولسوالۍ کې د ياد کانديد يو بل څارونکى علي مرجان بهير وايي چې دى او ځيني نور ناظرين له ټاکنو يوه ورځ مخکې د چک ولسوالۍ مرکز ته ورغلل او په دې ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسيون ساحوي ناظم ورته وويل چې ناظرينو ته د رايو مرکزونو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

بهير د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ياد ناظم د نوم له اخيستو پرته زياته کړه، چې ده په دې ولسوالۍ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يو موظف کس ډاکټر سليمان په مخ کې له ياد شوي ناظم څخه وپوښتل چې ولې څارونکي خپلې دندې ته نه پرېږدي.

د ده په وينا، دغه ناظم ورته وويل چې”د مرکز په هدايت” ځکه دا کار کوي چې ځيني کسانو د ناظرينو جعلي کارتونه جوړ کړي او غواړي ځانمرګي بريدونه وکړي.

خو بهير په داسې حال کې چې ويل يې: “سايټونو ته د څارونکو نه پرېښودل، تقلب ته د لارې برابرولو په معنا دي” وويل چې د ټاکنو په ورځ د څارونکو د فشار له امله د رايې ورکونې فعال شوو ځينو مرکزونو ته څارونکي ولاړل.

د ده په وينا، هغه مرکزونه چې دى بايد ورغلى واى، فعال نه شول.

ډاکټر سليمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى په چک ولسوالۍ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رضا کار څارونکى و.

ده د بهير څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل، چې دى په دې ولسوالۍ کې شپږ فعال د رايو مرکزونه ليدلي، خو هغو ته هم د سيمې خلک د رايې ورکولو لپاره نه دي ورغلي.

هغه دا هم تاييدوي چې د لنګر سيمې او ځينو نورو مرکزونو کې څارونکي نه دي پرېښودل شوي چې د رايو د پايلو پاڼې لاسليک او ترلاسه کړي.

په ميدان وردګو ولايت کې د فيفا يوه ناظر چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې په جغتو کې د رايې مرکزونه نه وو فعال شوي، په دايميردادو کې يواځې دوه مرکزونه فعال وو، په چک کې شپږ مرکزونه فعال شوي او په سيداباد کې هم په دوو مرکزونو کې يو څه ډېرو کسانو رايې کارولې دي.

خو هغه وايي، د ده د معلوماتو له مخې د ټاکنو په ورځ د دغه ولايت په ځينو مرکزونو کې له پنځو بجو (د ټاکنو د پاى له اعلان) وروسته هم صندوقونو ته رايې اچول شوې او د رايو د پايلو پاڼې هم ناظرينو ته نه دې ورکړل شوې.

دغه راز دى وايي چې د بهسودو دويمې حصې ولسوالۍ د شهيدانو لېسې په مرکز کې په لسو بجو راى پاڼې خلاصې شوې وې.

د هغه په وينا، په لسو بجو د راى پاڼو ختمېدل د سوال وړ دي ځکه چې په يوه محل کې شپږ سوه رايې کارول په دريو ساعتونو کې ممکن نه دي.

دى وايي، چې د بهسودو د دويمې حصې ولسوالۍ د پل خشت په مرکز کې د رايو صندوقونو قفلونه تر ټاکنو وروسته مات شوي وو او هغه کسان چې دغه کار يې کړى، وايي ځکه يې دغه کار کړى چې کليانې په صندوقونو کې پاتې وې.

په ميدان وردګو ولايت کې د فيفا مسوول حبيب الله شينواري هم په دې ولايت کې په ټاکنو کې ستونزې تاييدوي او وايي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

دی وايي: “داسې مشکلات او ستونزې د ميدان وردګو په اکثره ولسواليو او ټولو ولايتونو کې شته او صندوقونه د څو کانديدانو په ګته ډک شوي دي او د صندوقونو قفلونه مات شوي چې دا د فيفا لپاره د اندېښنې وړ ده.”

ده وويل، چې فيفا يو ځل په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه يو راپور خپور کړى او تر نورو څېړنو وروسته به بل راپور هم خپور کړي تر څو” حق حقدار ته ورسيږي”

د ميدان وردګو ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير نورالله وايي چې په دغه ولايت کې د ټاکنو له بهير څخه د شکايتونو کمېسيون ته ٣٨ شکايتونه شوي دي.

دى وايي، چې په دې اړه دا مهال څرګندونې نه شي کولاى ځکه چې شکايتونه تر څېړنو لاندې دي.

 انجنير نورالله وويل چې په دغه ولايت کې سل زرو کسانو د ولسمشرۍ او ولايتي شورا کانديدانو ته د وري د ١٦مې په ټاکنو کې رايې ورکړې دي.

د نوموړي په وينا، ښايي د شکايتونو د څېړلو په پاى کې د دغه ولايت شل زره رايې باطلې هم اعلان شي.

انجنير نورالله وويل، چې د ټاکنو کمېسيون خپل هېڅ کارکوونکي ته داسې هدايت نه دى ورکړى چې د کانديدانو ناظرين دې مرکزونو ته نه پرېږدي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني هم وايي، چې د ټاکنو په تړاو له ميدان وردګو څخه د ټاکنو يو شمېر شکايتونه ثبت شوي او داسې راپورونه ترلاسه شوي، چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې ټاکنې نه دې شوې.

 هغه وايي چې د شکايتونو پر څېړلو کار روان دى.

د دغه کمېسيون چارواکو ويلي، هڅې کوي چې شکايتونه وڅېړي او اصلي او تقلبي رايې سره بېلې کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکو هم ويلي، چې هغه کارکوونکي به يې د قانون منګولو ته وسپاري چې د اسنادو له مخې په ټاکنو کې درغلۍ پرې ثابتې شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.