کابل (پژواک ٣١ ورى ٩٣): مشرانو جرګې وروسته له هغه په افغانستان کې د ايران د ځينو موسسو د تړلو غوښتنه وکړه، چې وړمه ورځ د ايران حکومت شپږ افغانان اعدام کړل.
د تخار ولايت د چارواکو د معلوماتو له مخې، وړمه ورځ د ايران حکومت د تخار ولايت ٦ اوسېدونکي، چې په ياد هېواد کې يې مزدوري کوله، اعدام کړي او مړي يې هم تر اوسه افغان حکومت ته نه دي سپارلي.
د ايران د حکومت دغه کار د مشرانو جرګې غوسه راپارولې ده.
په مشرانو جرګه کې د کابل استازي نثاراحمد حارس وويل، چې ايران ياد شپږ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور په اصفهان کې اعدام کړي دي.
ده وويل، چې ايران “له مدافع وکيلانو پرته د پټو دروازو تر شا” افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعداموي او په دغه کار سره غواړي افغانستان د نړۍ نورو هېوادونو ته بدنام کړي.
حارس وايي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د ايران يو شمېر خيريه موسسې او دفترونه استخباراتي فعاليتونه کوي.
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ايران ياد دفترونه وتړي او د ايران له لوري د افغانانو د اعدام په برخه کې چوپه خوله پاتې نه شي.
په ياده جرګه کې د پروان استازي حيات الله پرواني وويل، چې ايران د افغانستان هغه ګاونډى هېواد دى، چې په بېلابېلو پلمو افغانانو ته ستونزې جوړوي.
ده هم وويل، چې په ايران کې د افغانانو د اعدام په اړه بايد حکومت چوپه خوله پاتې نه شي.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار په ايران کې د افغانانو اعدامول په کلکه وغندل او ويي ويل چې په افغانستان کې بايد د ايران هغه موسسې وتړل شي چې د خيريه موسسو په نوم فعاليت کوي.
د مسلميار دغه څرګندونې د مشرانو جرګې د غړو له لوري د شنو کارتونو په پورته کولو سره تاييد شوې.
په څو وروستيو کلونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور سلګونه افغانان په ايران کې نيول شوي او اعدام شوي، چې ډېر يې د لوېديځو ولايتونو هرات، فراه او نميروز اوسېدونکي وو.
تر اوسه د افغانستان او ايران دولتي سرچينو نه دي ويلي، چې څو افغانان په ايران کې پر اعدام محکوم دي، خو مدني ټولنو او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي، چې په ايران کې ٢زره افغانان پر اعدام محکوم شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن