کابل (پژواک ٣ غويى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد عبد رب الرسول سياف وايي، راتلونکي کې به هغه لاره ونيسي، چې د اسلام او هېواد په ګټه او خير وي.
نوموړي دغه څرګندونې، د غويي په ٣مه، د دعوت پوهنتون د فارغانو په نمانځغونډه کې وکړې.
ده زياته کړه، دوى په افغانستان اسلامي نظام او داسې حکومت غواړي، چې په هېواد کې سوله ټينګه او ثبات رامنځ ته کړي.
نوموړي د ياد پوهنتون فارغانو ته وويل، چې خپل مسلک ته په ژمنتيا سره، يو ښه دعوتګر او د ښو اخلاقو څښتن هم بايد واوسي، ترڅو په هېواد کې د شته فساد په له منځه وړلو کې هڅه وکړي او له بې لاريو يې په لاره کړي.
استاد سياف وايي: “هر هغه څوک چې په اسلام شرمېږي، د اسلام له دايرې وځي، نو بايد چې په خپل دين وياړ او افتخار وکړئ.”
هغه په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد باندې نيوکه وکړه، چې ولې يې په دې غونډه ګډون نه دى کړى.
استاد سياف د وري د ١٦مې ټاکنو کې د ولسمشرۍ کانديد و، چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا د ٥٠ سلنه شمېرل شويو رايو په اعلان شويو پايلو کې يې اووه سلنه رايې اخيستې او څلورم مقام يې خپل کړى دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن