Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فواید عامې وزارت تښتول شوی مرستیال وژغورل شو

کابل (پژواک، ۳ غویی ۹۳) د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پولیسو د هلو ځلو په پایله کې د فواید عامې وزارت تښتول شوی مرستیال ژغورل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د غویي په ۳مه، ویلي چې احمد شاه وحید نن ماخوستن ناوخته د پولیسو د هلو ځلو په پایله کې خوشې شوی، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنکړل.

خو د کورنیو چارو وزارت یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل چې احمدشاه وحید په کاپیسا ولایت کې خوشې شوی دی.

د کاپیسا امنیه قوماندان خواجه فقیر احمد صدیقي پژواک اژانس ته وویل چې د فواید عامې وزارت مرستیال انجنیر احمد شاه وحید نن ماخوستن شاوخوا اته نیمې بجې ددې ولایت په نجراب ولسوالۍ کې پیدا شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې پولیسو نوموړی په یوه موټر کې په داسې حال کې موندلی چې لاسونه او سترګې یې تړلې وې.

د سرچینې په وینا، تښتوونکو چې غوښتل یې هغه له نجراب څخه تګاب ته ولیږدوي، پخپله په تیښته بریالي شوي دي.

انجنیر احمد شاه وحید تیره اونۍ د سه شنبې په ورځ ( د وري په ۲۶مه، ) د کابل د خیرخانې له سیمې څخه په داسې حال کې تښتول شوی، چې له کوره دندې ته روان و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.