کندهار (پژواک ٣ غويى ٩٣): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د کوکنار اړولو پر کمپاين وسله وال بريد شوى، چې په پايله کې يې ٤ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر سرپرست مسوول دوا خان مينه پال د غويي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په شلغمې سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه په سيمه کې د کوکنار اړولو پر کمپاين بوخت وو، چې وسله والو مخالفينو ورباندې بريد وکړ.
د نوموړي په وينا، په پېښه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى، خو څلور ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
دى وايي، وسله وال مخالفين نه غواړي چې د کوکنار ناروا کښت له منځه يووړل شي، ځکه خو غواړي په دغه راز بريدونو سره د کوکنار اړولو د کمپاين مخه ډب کړي.
مينه پال وويل، د وسله والو دغه راز بريدونه د کمپاين مخه نه شي نيولاى او په دې ولسوالۍ کې د کوکنار اړولو چاره روانه ده او تر دې مهاله سلګونه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
د ميوند ولسوالۍ په يوه بله پېښه کې يو وسله وال وژل شوى دى.
د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ميوند ولسوالۍ په سور بغل سيمه کې يوه وسله وال چې غوښتل پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي، د هوايي ځواکونو له لوري وژل شوى او ورڅخه يو ميل پيکا او يوه مخابره ترلاسه شوي دي.
دغه راز د معروف ولسوالۍ په اسحاقزو کلي کې بيا دوو وسله والو ته د ماين خښولو پر مهال مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينه وايي، پېښه تېره ورځ غرمه يوولس بجې هغه مهال وشوه چې دوو وسله والو د سړک پر غاړه ماينونه خښول.
په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.
د هوا له ګرمېدو سره په کندهار کې د ناامنۍ په پېښو کې زياتوالى راغلى دى.
تېره ورځ د غورک ولسوالۍ په کلا ماشا سيمه کې هم وسله والو د پوليسو پر يوې امنيتي پوسته بريد کړى، چې ٤ سرتېري يې وژلي، يو يې ټپي کړى او درى نور نادرکه دي، وسله والو د پوليسو وسلې له ځان سره وړې دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د يادو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.