Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې چاودنې  ١٤تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کلات (پژواک ٤ غويى٩٣): د زابل په مرکز کلات ښار کې  چاودنې  يو د ملي اردو سرتېرى او يو ماشوم وژلي او  د ملي اردو لس  سرتېري او دوه عام وګړي يې ټپيان کړي دي.

عيني شاهدان وايي، چې دغه چاودنه د زابل مرکز کلات ښار  د ميران اډې ته څېرمه په داسې حال کې وشوه، چې د ملي اردو د موټرو کاروان له سيمې د تېرېدو په حال کې و.

د زابل امينه قوماندان مل پاسوال روغ ليوني پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې يو  د ملي اردو سرتېرى او يو عام وګړى وژل شوي او لس د ملي اردو سرتېري او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ده وويل ، چې  چاودنه په يوه زرنج موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکټر لعل محمدپژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې پېښې ورته د يوه ماشوم مړى او اته ټپيان ور وړل شوي، چې يو يې د ملي اردو سرتېرى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.