غزني (پژواک ٦ غويى ۹۳): امنيتي چارواکي وايي چې په غزني ولايت کې يې د يو لړ عملياتوپه ترڅ کې ۱۱ وسله وال وژلي، ۱۵ ټپيان شوي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو له لوري د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ظفر په نوم دغه عمليات تېره شپه په مقر، ګيرو او اندړو ولسواليو کې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه وايي، دغه عمليات چې وسلې او موټرسايکلونه هم په کې نيول شوي، د ګيرو ولسوالۍ د ګوسفند، د مقر په خواجه خېلو او د اندړو ولسوالۍ د نظرخان په سيمو کې ترسره شوي دي.
بلخوا په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د غويي په ٦مه پژواک ته د دغه خبر د پخلي تر څنګ وويل، چې ياد عمليات لا هم روان دي.
د سلطاني په وينا، چې په عملياتوکې د دوى ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه څه نه دي ويلي خو په ګيلان ولسوالۍ کې يې د يوې چاودنې په ترڅ کې د دوو امريکايي سرتېرو د وژلو ادعا کړې خو چارواکي بيا دا ادعا ردوي.
د يو بل خبر له مخې، د کندهار چارواکي وايي، چې د عملياتو پر مهال يې په ژېړۍ ولسوالۍ کې د وسله والو د وسلو او مهماتو يو لوى پټنځاى کشف کړى او په ډېر شمېر وسلې يې ورڅخه ترلاسه کړې دي.
د دغه ولايت د مطبوعاتو له دفتره د غويي په ٦مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد عمليات د ملي امنيت له لوري د تېري اونۍ په اوږدو کې د ژېړۍ ولسوالۍ د سياچوى کلي په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن