ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٣٩٣ کال ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې

د ١٣٩٣ کال ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې

author avatar
26 Apr 2014 - 18:34
د ١٣٩٣ کال ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې
author avatar
26 Apr 2014 - 18:34

کابل (پژواک،٦غويى ٩٣): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون، تر درې ځلې قسمي پايلو خپرولو وروسته د وري مياشتې ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، او ويې ويل چې هېڅ کانديد نه دى بريالى شوى، ټاکنې وګټي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر احمد يوسف نورستاني د شنبې په ورځ (وري ٦مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، ډاکټر عبدالله عبدالله د ٢٩٧٣٧٠٦ (٤٤،٩ سلنه) رايو او ډاکټر اشرف غني احمدزى د ٢٠٨٢٤١٧ (٣١،٥ سلنه) رايو په درلودو سره تر خپلو شپږو نورو سيالانو مخکې دي.

لومړنۍ پايلې ښيي چې د ١٣٩٣ کال د وري ١٦مې په ټاکنو کې ټولې ٦٨٩٢٨١٦ رايې کارول شوې دي. د اساسي قانون له مخې هر کانديد چې د ټولو رايو١+%٥٠ رايه واخلي، د ټاکنو ګټونکى دى.

د نورستاني د معلوماتو له مخې، ډاکټر زلمي رسول ٧٥٩٥٤٠ (١١،٥ سلنه)، عبدرب الرسول سياف٤٦٨٣٤٠ (٧،١ سلنه)، انجنير قطب الدين هلال١٨٠٨٥٩( ٢،٧ سلنه)، محمد شفيق ګل آغا شېرزي ١٠٦٦٧٣ ( ١،٦ سلنه)، داود سلطان زوى ٣٠٧٣٧ (٠،٥ سلنه) او هدايت امين ارسلا ١٥٣٩٤ (٠،٢ سلنه) رايې اخستي دي.

نورستاني زياته کړه چې د ټاکنو کميسيون د خپلو څېړنو په پايله کې ٢٣٤٦٧٤ رايې چې په ٣١ ولايتونو کې د ٥٢٥ محلونو دي، باطلې کړي دي.

ده وويل چې کميسيون ټول ټال ٦٨٩٢٨١٦ رايې شمېرلي دي، خو د کانديدانو له ډلې هېڅ يو نه دى توانېدلى د برياليتوب لپاره اړينې ٣٤٤٦٤٠٨ جمع يوه رايه خپله کړي.

 د ټاکنو کميسيون د مشر د معلوماتو له مخې، دې کميسيون د ١٩٦٤ محلونو رايې تفتش کړي او د ټول هېواد په کچه يې د ٨١٠ محلونو رايې بيا شمېرلي دي.

ټاکلې وه، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ (غویی ۴مه) لومړنۍ پایلې اعلان شي، خو دوه ورځې وځنډېدې. دې کميسيون د ځنډ لامل د ټاکنو پرمهال د رامنځته شويو “بې نظميو” څېړل وبلل.

اوس نو د ټاکنو کميسيون لومړنۍ پايلې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته استوي، ترڅو د کانديدانو په اړه د شويو شکايتونو تر څېړلو وروسته خپله پرېکړه وکړي او وروستۍ پايلې بېرته د ټاکنو کميسيون ته وسپاري.

که افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دغه پايلې تاييد کړي، نو ټاکنې دويم پړاو ته ځي چې له مخې او دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله به پکې سيالي کوي.

نورستاني وويل چې د ټاکنو کميسيون به د روانې ثور مياشتې په ٢٤ مه نېټه د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.

د ټاکنو کميسيون د مشر د معلوماتو له مخې د وري د ١٦ مې په ټاکنو کې ٦٤ سلنه نارينه وو او ٣٦ سلنه ښځو ونډه اخستې وه.

نورستاني وويل چې د ټول هېواد په کچه يې د راى ورکونې له ٢٠٥٦١ محلونو له ډلې ١٩٤٣١ خلاص وو.

ده وويل چې که څه هم ٥٤٧ محلونه خلاص وو، خو چا پکې خپله رايه نه وه کارولې.

د ټاکنو کميسيون مشر وويل چې د رايه ورکونې په ٤٤٤ محلونو په رايو کې ستونزې موجودې دي، چې څېړل يې دوه ورځو ته اړتيا لري او پايلې به يې وروسته د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته وسپاري.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د اټکل له مخې په دغو ټاکنو کې پر شرايطو د برابرو کسانو ٥٨ سلنه برخه اخستې وه.

د يادونې وړ ده چې د ټاکنو کميسيون نننۍ پايلې هم د تېرو قسمي پايلو په څېر د پژواک خبري اژانس له هغه راپور سره اړخ لګوي چې د وري مياشتې په ١٦ مه يې خپور کړى وو.

پژواک د تېرې وري مياشتې ١٦مه د رايې ورکونې له پاى ته رسېدو سره سم، په ٣٠ ولايتونو کې څه دپاسه ١٣٣ زره رايې و شمېرلې چې په ترڅ کې څرګنده شوه، د اتو کانديدانو له ډلې هېڅ يوه د برياليتوب لپاره اړينې رايې نه دي پوره کړي.

که څه هم تر اوسه ددغو پايلو په اړه ثبت شوي شکايتونه په پوره توګه نه دي څېړل شوي او په اړه يې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون فيصله نه ده کړې، خو د لومړنيو پايلو شمېرو او د تېرو ټاکنو پايلو ته په کتو دا ځل دا انګېرنه پياوړې ده، چې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي.

تر ټاکنو وړاندې هم ځېنو کارپوهانو د کانديدانو شمېر او د هغوى نفوذ ته په کتو، ويلي و، داسې نه برېښي چې د دوى له ډلې دې څوک د ټاکنو په لومړي پړاو کې د ولسمشرۍ لپاره د رايو ټاکل شوى معيار (%٥٠+١ رايه) پوره کړي.

ښايي له همدې امله ده چې د ټاکنو خپلواک کميسيون وار له مخه ويلي د ټاکنو دويم پړاو ته پوره چمتووالى لري.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو، د ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته په دوو اونيو کې ترسره کېږي، چې د لومړي دور دوه مخکښ کانديدان پکې سيالي کوي.

په دويم پړاو کې د ډېرو رايو ترلاسه کوونکى، د ټاکنو ګټونکى دى.

وروستۍ قسمي پايلې

د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشرۍ ټاکنو درېيمه يا وروستۍ برخه قسمي پايلې د تېر پنجشنبې (غويى ٤مه) په ورځ اعلان کړې. ټاکل شوې وه، چې کميسيون پر دې ورځ لومړنۍ پايلې اعلان کړې واى، خو دوه ورځې يې وځنډولې.

د ټاکنو کميسيون د معلوماتو له مخې، په وروستيو قسمي پايلو کې ټولټال ٥٨٥٧٤٤٢ رايې چې د ټولو رايو ٨٢،٥٩ سلنه کېده، په پام کې نيولې وې.

په دغو پايلو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٣،٨ سلنه (٢٥٦٤٢٨٤رايې) او ډاکټر اشرف غني احمدزى ٣٢،٩ سلنه  (١٩٢٨١٥٣) رايې ترلاسه کړې وې.

ډاکټر زلمي رسول ١١،١ سلنه (٦٥٢١١٦ رايې)، عبدرب الرسول سياف ٧ سلنه (٤٠٩٨٧٩)، انجنير قطب الدين هلال ٢،٨ سلنه (١٦٥٥٦٧)، محمد شفيق ګل آغا شېرزي ١،٦ سلنه (٩٦٤٠٧)، داود سلطان زوى ٠،٥ سلنه (٢٧٣١٢) او هدايت امين ارسلا ٠،٢ سلنه (١٣٧٢٤) رايې اخستې وې.

د قسمي پايلو دويمه برخه:

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دویم ځل د ١٣٩٣ کال د ولسمشريزو ټاکنو قسمي پايلې د وري په ٣١مه اعلان کړې 

دا ځل هم لکه څنګه چې يې تمه کېده، د دې کانديدانو له ډلې، هېڅ يوه ١+%٥٠ رايې چې په اساسي قانون کې د بريالتوب لپاره ټاکل شوى معيار دى، پوره نه کړ.

دويم ځل قسمي پايلې د څه کم ٣،٥ ميليونه رايو (٣٤٥٦٩١٠) رايو پر بنسټ محاسبه شوې وې چې د ټولو کارول شويو رايو نږدې پنځوس سلنه (٤٩،٦٧) يې جوړول.

ډاکټر عبدالله عبدالله د ٤٤،٤ رايو په درلودو سره له ټولو کانديدانو مخکې وو او ورپسې ډاکټر اشرف غني احمدزى و چې ٣٣،٢ سلنه رايې اخستي وې.

زلمي رسول ١٠،٤ سلنه، عبدرب الرسول سياف ٧ سلنه، انجنير قطب الدين هلال ٢،٧ سلنه، محمد شفيق ګل اغا شېرزي ١،٦ سلنه، داود سلطان زوى ٠،٥ سلنه  او هدايت امين ارسلا ٠،٢ سلنه رايې اخستې وې.

پر دويم ځل هم له تمې سره سم، د کانديدانو له ډلې هېڅ يوه هم د برياليتوب لپاره اړينه ١+%٥٠ رايه پوره نه کړه.

د قسمي پايلو دويمې برخې د تېر ځل پر خلاف د مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي له مخالفت سره مخ شوې.

اشرف غني د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه وغوښتل، تر څو چې رښتينې او تقلبي رايې سره بېلې شوې نه وي، د رايو د نورو پايلو خپرول وځنډوي، ځکه دده په وينا دا ډول “اعلان د خلکو ذهنونه ګډوډوي.”

خو ترڅنګ يې اشرف غني په ټاکنو کې د برياليتوب دعوه وکړه، “که هغه په لومړي يا دويم پړاو کې وي.”

لومړنۍ قسمي پايلې:

د ټاکنو کميسيون په لومړي ځل د ١٣٩٣ کال د ولسمشريزو ټاکنو قسمي پايلې د وري په ٢٤ مه اعلان کړې، چې د ټولو رايو ١٠ سلنه (٥٠٦٨٤٣ رايې) کېدې او د ٢٦ ولايتونو اړوندې وې.

په لومړي قسمي پايلو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ٤١،٩ سلنه او ډاکټر اشرف غني احمدزى ٣٧،٦ سلنه رايې اخيستې وې، چې په دې توګه تر خپلو شپږو نورو سيالانو ځو ځله مخکې وو.

ډاکټر زلمى رسول ٩،٨ سلنه، استاد عبدرب الرسول سياف ٥،١ سلنه، قطب الدين هلال ٢،٧سلنه، محمد شفيق ګل آغا شېرزي ٢،٢ سلنه، محمد داود سلطان زوى ٠،٥ سلنه او هدايت امين ارسلا ٠،٣سلنه رايې اخستې وې.

مخکښو کانديدانو ددغو پايلو د اعلان هرکلى وکړ او په ورته وخت کې يې د ټاکنو له کميسيون څخه د روڼتيا د ساتلو غوښتنه وکړه، خو شپږو نورو کانديدانو وويل چې دا ډول پايلې ورته د منلو نه دي.

ډاکټر زلمی رسول، عبدرب الرسول سیاف، ګل اغا شیرزي، قطب الدین هلال، هدایت امین ارسلا او داود سلطان زوی د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره دغه پايلې رد کړې او د ټاکنو کمیسیون او حکومتي چارواکي يې تورن کړل چې په ټاکنو کې يې پراخه درغلي کړې.

په افغانستان کې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې، ١٣٩٣ کال د وري د ١٦مه ترسره شوې.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د اټکل له مخې، په دغو ټاکنو کې پر شرايطو د برابرو کسانو ٥٨ سلنه برخه اخستې وه، چې د ټول هېواد په کچه يې د راى ورکونې په ٦٢١٨ مرکزونو کې يې خپلې رايې وکارولې.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د ٧١٧١ مرکزونو لست امنيتي ارګانونو ته سپارلى وو، چې تر هغو تر خپلو څېړنو وروسته وويل د ٧٤٨ مرکزونو امنيت نشي ساتلى.

پر دغو مرکزونو سربېره د ټاکنو په ورځ د امنيتي ستونزو له امله د رايې ورکونې ٢٠٥ نور مرکزونه هم تړلي پاتې شول، چې په دې سره د بند پاتې شويو مرکزونو شمېر ٩٥٣ ته ورسېد.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.