دويم تعقيب- ګردېز(پژواک،٨ غويى٩٣): د پکتيا ولايت چارواکي وايي، چې د ډنډپټان ولسوالۍ جګړه د٢ پوليسو او ٤ طالبانو په وژل کېدو پاى ته ورسېده.
د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ دا جګړه نن سهار ٩ بجې پيل شوې وه او تر غرمې پورې يې دوام وکړ.
ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل د غويي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ د مقبل او ميري خېلو تر منځ سيمه کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ، چې وروسته نور ځواکونه هم سيمې ته ورسېدل .
هغه وايي، په دې نښته کې ٢ پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي او دغه راز ٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو زيات شمېر نور ټپيان دي.
ده ددغو ټپيان شمېر په ډاګه نکړ.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د يادولو ده، چې د ډنډپټان ولسوالۍ د پولې هغه غاړه د پاړه چينار سيمې سره ګډه پوله لري، چې وخت ناوخته ترې وسله وال طالبان په ډېرې اسانۍ سره دې خوا رااوړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن