ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو ته چمتووالى پيل کړى

کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو ته چمتووالى پيل کړى

author avatar
29 Apr 2014 - 19:06
کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو ته چمتووالى پيل کړى
author avatar
29 Apr 2014 - 19:06

کابل (پژواک،٩غويى٩٣): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، که د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو ته ورتګ حتمي شي، نو په قانون کې له ټاکل شوې مودې سره سم به يې ترسره کړي.

د دې کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياء الحق امرخېل وايي، دوى سر له اوسه د ولسمشريزو ټاکنو د احتمالي دويم پړاو ټاکنو ترسره کولو لپاره پر تياريو لاس پورې کړى دى.

د ټاکنو کمېسيون وروسته له هغه دويم پړاو ته د چمتووالي خبره کوي، چې د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو له مخې، د اتو کانديدانو له ډلې هېچا هم د برياليتوب لپاره اړينې  ٥٠+١سلنه  رايې پوره نه کړې.

دغه پايلې د تېرې شنبې په ورځ (د غويي ٦مه) اعلان شوې، چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ٤٤،٩ سلنه او ډاکټر اشرف غني احمدزي د ٣١،٥ سلنه رايو په درلودو سره، د ټاکنو مخکښ کانديدان وبلل شول.

امرخېل د سه شنبې په ورځ (د غويي ٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ترڅنګ چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د رايو پر شمېرلو بوخت دي، په ورته وخت کې د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو لپاره د اړينو لوجستيکي او تخنيکي تدابيرو پر نيولو هم کار کوي.

امرخېل زياته کړه: “ولس دې مطمين اوسېږي، که چېرې ټاکنې دويم دور ته ځي، نو د ټاکنو خپلواک کمېسيون کاملا امادګي نيولې ده، چې دويم دور ټاکنې پر خپل وخت او زمان بهتره ترسره کړو او همدارنګه که چېرې په ځينو برخو کې تخنيکي او لوجستيکي نيمګړتياوې وې، د رفع کولو لپاره به يې هم اقدامات کوو.”

د يادونې ده، چې د وري مياشتې تر ټاکنو وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پر دفتر د طالبانو په بريد کې ځينو ټاکنيزو توکو ته زيان اوښتى وو، چې ځينې په کې د دويم پړاو احتمالي ولسمشريزو ټاکنو موادو وو.

خو امرخېل وايي، هغه زيان دومره نه وو، چې د ټاکنو پر خپل وخت د ترسره کېدو پر وړاندې خنډ شي.

ده زياته کړه: “په هغه وخت کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون موادو ته په جنګ کې صدمه وارده شوه، هغه دومره زياته نه، خو عموما د ټاکنو کمېسيون امادګي لري، لوجستيکي، تخنيکي، له مالي لحاظه يې عملا پر دې باندې کار کړى دى، مواد وجود لري، يواځې د ورقو موضوع ده، چې کله ]د ټاکنو د دويم پړاو[ موضوع روښانه شي، هغه هم چاپ ته استول کېږي.”

امرخېل د ټاکنو د دويم پړاو د لګښت په اړه کره معلومات نه درلودل، خو ويې ويل، دا چې د تېرو ټاکنو له موادو بيا ګټه اخيستل کېداى شي، نو له همدې امله به د تېرو ټاکنو په پرتله لګښت ډېر کم وي.

نوموړي زياته کړه: “کارمندان به همغه کارمندان وي، دفاتر به هم پخواني وي، ارتباطات او وسايل هم په همدې شکل، د نورو وسايلو به ضرورت ډېر کم وي، اما خوشبختانه بوديجه ورته لرو، پيسې ورته لرو.”

امرخېل د ټاکنو کمېسيون د ځينو کارکوونکو په اړه د ولسمشرۍ د يو شمېر کانديدانو د اندېښنو او تورونو په اړه، چې ګواکې په درغليو کې يې لاس درلود، وويل، که دا ډول تورونه د دوى پر کارکوونکو ثابت شي، نو له دندې به لرې او عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.

ده وويل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون به د دولتي چارواکو په اړه هم کوټلي ګامونه پورته کړي، که پوه شي چې په تېرو ټاکنو کې يې د کوم کانديد په ګټه درغلي کړې وي.

امرخېل همداراز په خپلو خبرو کې وويل، چې دوى غواړي د دويم پړاو ټاکنو لپاره نوى مهالوېش د ولسمشريزو ټاکنو د وروستيو پايلو د اعلان پرمهال د غويي په ٢٤مه شريک کړي.

د ده د معلوماتو له مخې، په دې مهالوېش کې به له اړتيا سره سم د ټاکنيز بهير د ټولو فعاليتونو لپاره دقيق وخت په پام کې ونيسي، خو په دې اړه يې ډېر جزئيات ورنکړل.

دا چې د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې سيالي کوونکو کانديدانو ته به بيا د ټاکنيزو سياليو لپاره وخت ورکړل شي، که نه، امرخېل وويل، چې په دې اړه به د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وروسته پرېکړه وکړي.

کمېسيون په داسې حال کې دويم پړاو ته د چمتووالي خبره کوي، چې اوسمهال د ولايتي شوراګانو د ټاکنو د رايو پر شمېرلو هم بوخت دى، خو امرخېل وويل، چې دوى په يوه وخت کې د دواړو کارونو د ترسره کولو وړتيا لري.

ټاکل شوې ده د روانې غويي مياشتې په ٢٤ مه د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شي.

اوسمهال د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته استول شوې دي او هغوى دا مهال د کانديدانو په اړه د ثبت شويو شکايتونو پر څېړلو بوخت دي.

کله چې شکايتونه وڅېړل شي او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون يې په اړه خپله پرېکړه وکړي، نو وروستۍ پايلې د غويي تر ٢٤ مې وړاندې بېرته د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته سپاري.

که چېرته د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون له خوا په لومړنيو پايلو کې بدلون رانه شي، نو ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته ځي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو، د ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته په دوو اونيو کې ترسره کېږي، چې د لومړي دور دوه مخکښ کانديدان په کې سيالي کوي.

له بله پلوه، د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر دنده تر ټاکنو وروسته د پنځم كال د غبرګولي په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي.

که ټاکنې دويم پړاو ته وغځېږي، نو ايله په دوو اونيو کې ترسره کېږي، چې لږ تر لږه د غبرګولي مياشتې تر اوومې نېټې وخت نيسي.

دا چې د غبرګولي تر لومړۍ نېټې وروسته به د اوسني ولسمشر د دندې ترسره کول قانوني وي، که څنګه، په دې اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزى وايي، چې د قانون له مخې ورته کومه ستونزه نشته.

ستانکزى وايي، قانون د ولسمشر د دندې په اړه د نويو ټاکنو د ترسره کېدو خبره کړې ده او ترڅو چې نوې ټاکنې ترسره کېږي او ولسمشر د وفادارۍ لوړه کوي، پخوانى ولسمشر کولى شي، پر خپله دنده پاتې شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.