جلال اباد (پژواک١٠غويى٩٣):په لغمان کې د چهار باغ د کانال له پروژې، چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، شاوخوا لس زره جريبه ځمکه به ترې خړوبه شي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چهارباغ د کانال پر پروژې شاوخوا ٢٥ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.
ځواک زياته کړه، چې د کانال او سربند دغه پروژه د قرغيو ولسوالۍ اړوند د تره خېلو له سيمې پيلېږي او تر چهارباغ پورې رسيږي.
د نوموړي په وينا، دغه کانال ټول ۱۴ کيلومتره اوږدوالی او ۵ متره سور لري چې د اوبو او انرژۍ وزارت د څه باندې ٢٥ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۱۴ مياشتو په موده کې بشپړ شوى دى.
ده زياته کړه: ((دغه کانال او د سربند پروژه د لغمان د والي او نورو چارواکو له لوري پرانيستل شوه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.))
د سيمې اوسېدونکى يار محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه کانال په جوړېدو سره به شاوخوا لس زره جريبه ځمکه خړوبه شي.
ده وويل: ((موږ ډېر خوښ يو، چې دغه کانال فعال شو او له حکومته غواړو چې په راتلونکي کې هم په دې برخه کې مرستې وکړي.))
ده زياته کړه چې له دغه کاناله به شاوخوا شل زره کورنۍ ګټه پورته کوي.
دغه راز د لغمان د والي له خوا د يونيم ميليون افغانيو په ارزښت بېلابېل خوراکي او د کور د اړتيا وړ نور توکي پر هغو کسانو ووېشل شول، چې د کورنۍ غړي يې د ايساف په بمباريو کې مړه او يا هم ټپي شوي دي.
د والي وياند واييو چې دغه مرستې د ای ار ډي (International Relief and Development ) په مالي مرسته برابرې شوې وې، د کار او ټولنيزو چارو رياست په هلو ځلو د الينګار ولسوالۍ د سنګره درې پر شپږو زيانمنو شوو کورنيو ووېشل شول.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن