Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پلورل شوې غبرګوني نجونې بېرته خپلې مور ته وسپارل شوې

کندوز (پژواک ١٠ غويى ٩٣): د غبرګونو ماشومانو د پلور په اړه د پژواک خبري اژانس له لوري د راپور له خپرولو وروسته هغه کس، چې دغه دوه غبرګوني ماشومان يې پېرلي وو، بېرته خپلې مور ته سپارلي دي.

راضيه او مرضيه، له زېږېدو څو ورځې وروسته د کورنۍ د بېوزلۍ له امله د ١٢زره افغانيو په بدل کې پلورل شوې وې، خو له هغه وروسته د دوى کورنۍ له خپل دغه کار څخه پښېمانه شوې وه او د خپلو لوڼو د بېرته ورکړې غوښتنه يې کوله.

د رسنيو په ځانګړي ډول د پژواک اژانس د هڅو په پايله کې دغه دوه اته مياشتنۍ ماشومانې بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شوې.

د يادو ماشومانو مور، چې د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په يتيم کلي کې ژوند کوي، په دې اړه وويل چې د خپلو ماشومانو د راګرځېدو په اړه يې هېڅ فکر نه کاوه، خو نن د رسنيو د هڅو له امله لوى احساس ورته ورکړل شوى دى.

هغې په داسې حال کې چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې، زياته کړه: “نن د ډېرې خوشالۍ له امله په خپلو جامو کې نه ځايېږم، ماشومان مې راته بېرته خداى پاک راکړل.”

د ماشومانو مور رسنيو ته وويل، چې مېړه يې له تېرو يوولسو مياشتو راهيسې د جنايي جرم په تور د کندوز په محبس کې زنداني دى، له يوه پلوه له هغې څخه د مېړه بېلوالى او له بل پلوه د ماشومانو پلورل ورته ناروغي پيدا کړې او خپل ژوند يې په ناهيلۍ کې تېراوه، خو اوس په دې باور ده، چې هغې ته د ماشومانو د راګرځولو تر څنګ به يې مېړه هم يوه ورځ له کورنۍ سره يو ځاى شي.

بلخوا د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي، چې دولت، سوداګر او له هېواده بهر خير رسوونکي دې له يادې کورنۍ سره په دوامداره توګه مرسته وکړي.

د کندوز ولايت د کار او ټولنيزو چارو مشر ظاهر عظيمي وويل، چې له دې موضوع تر خبرېدو وروسته يې له ماشومانو د ساتنې له شبکې (سپند) او د ماشومانو د ساتنې او حقونو له مدافع بنسټونو سره يې بېړنۍ ناسته کړې او په دې اړه يې عملي اقدامات پيل کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې اړه د رسنيو په ځانګړي ډول د پژواک اژانس له لوري د خبر له اورېدو وروسته ټولو اړوند چارواکو په دې اړه کارونه پيل کړي او د قومي مشرانو او خلکو په مرسته يې له دواړو لورو سره خبرې پيل کړې، چې ياد دوه ماشومان بېرته په خپله خوښه د هغو مور ته ورکړي.

عظيمي زياته کړه، چې مرضيه او راضيه دواړو څو پرله پسې مياشتې د خپلې مور له ګرمې غېږي پرته شپې ورځې سبا کولې، خو اوس دا دى يو ځل بيا د خپلې مور له مينې ډکې غېږې ته راستنې شوې دي.

د کار او ټولنيزو چارو رييس وويل، چې له دې کورنۍ سره د دولت، ملي سوداګرو او مرستندويه کسانو له لوري نغدي مرسته هم شوې او ټاکل شوې، چې په راتلونکي کې به د اوو ماشومانو مور د دولت له پروګرامونو هم ګټه پورته کړي.

د يادو دوو ماشومانو پلار غلام صديق زندان کې خبريالانو ته ويلي، چې لوڼې يې د هغه د زنداني کېدو پر مهال پيدا شوې او تر دې دمه يې نه دې لېدلې.

 

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.