ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان پر غميزې په ملي او نړيواله کچه خواشيني څرګنده شوه

د بدخشان پر غميزې په ملي او نړيواله کچه خواشيني څرګنده شوه

author avatar
3 May 2014 - 19:07
د بدخشان پر غميزې په ملي او نړيواله کچه خواشيني څرګنده شوه
author avatar
3 May 2014 - 19:07

واشنګټن-کابل (پژواک ١٣ غويى ٩٣): د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون يو شمېر نړيوالو مشرانو او هېوادونو د بدخشان پر پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.

پرون د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د يوې تپې د ښويېدو له امله سلګونه کسان تر خاورو لاندې او مړه شوي دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما پرون په سپينه ماڼۍ کې د يوې خبري غونډې پر مهال د بدخشان پر پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړه.

هغه زياته کړه: ((زه غواړم چې د خپل ولس او حکومت په استازيتوب له افغانانو سره غمشريکي وکړم او په دې سخت وخت کې له دوى سره کلک ولاړ يو.))

د اوباما په وينا، لکه څرنګه چې د امريکا حکومت او ولس په تېره يوه لسيزه کې له افغانانو سره ولاړ و اوس په دې تراژيدۍ کې هم ورسره ولاړ دي.

بلخوا د هندوستان لومړي وزير من موهن سنګهـ  هم پر دې پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبر الدين ويلي، چې لومړي وزير دې ته تيارى ښودلى، چې د ژغورنې له عملياتو او بې ځايه شوو سره مرسته وکړي.

 ايران هم د بدخشان پر پېښې خواشيني څرګنده کړه او ويلي يې دي چې دوى په دې سخت حالت کې له افغانانو سره دي.

د ايران د بهرينو چارو وزارت وياندې مرضيې افخام خبريالانو ته وويل چې دوى د دې پېښې په غم کې له افغان حکومت او ولس سره شريک دي.

د پاکستان لومړي ميا نوازشريف هم پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړه او ولسمشر حامد کرزي ته يې د غمرازۍ پيغام لېږلى دى.

په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نواز شريف مړه شوو کسانو ته د مغفرت او د ورک شوو کسانو د ژوندي پيدا کېدو دعا کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د پاکستان ولس او حکومت په دې سخت حالت کې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

دغه راز د ولسمشرۍ دوو مخکښو کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني هم پر دې پېښې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

د ډاکتر عبدالله د کمپاين له دفتره پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دې پېښې ډاکټر عبدالله او د هغه ټوله ډله سخته خواشيني شوې ده.

هغه زياته کړې، دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې هېوادوالو په سختو شرايطو کې د خپل ښه راتلونکي لپاره په ټاکنو کې برخه واخيسته.

ډاکټر عبدالله عبدالله له حکومت څخه غوښتي چې په بېړنۍ توګه دې له ځپل شوو خلکو سره مرستې وکړي.

د ولسمشر بل کانديد ډاکټر اشرف غني هم په خپل پيغام کې پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د ټيلېفون له لارې يې د بدخشان ولايت له يو شمېر مشرانو سره خبرې کړې دي او په دې اړه يې معلومات ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړې: ((زه وضعيت له نږدې څارم او هڅه کوم، چې په دې سختو حالاتو کې له هغوى سره و اوسم.))

ډاکټر غني له ټولو هېوادوالو غوښتي چې په دې سخت وخت کې له خپلو بدخشي وروڼو سره مرستې ته ور ودانګي.

د ولسمشر لومړي مرستيال محمديونس قانوني هم پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې او د پېښې د قربانيانو کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.

هغه په خپل پيغام کې ويلي، چې ټولو اړوند دولتي ادارو ته هدايت ورکړل شوى، چې ژر تر ژره سيمې ته مرستې ورسوي.

بلخوا د ملي امنيت لوى رياست له خوا د يادې پېښې په اړه خپله خواشيني څرګنده کړې او له زيانمنو  کورنيو سره يې د مرستې اعلان کړى دى.

د دغه رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې را غلي: ((د ملي امنيت لوی رياست رهبري هيئت او په هېواد مين او با شهامته منسوبين د هېواد په ځينو ولايتونو کې د وروستيو طبيعي افاتو له کبله سخت متاثر شوي او هر يو يې د دغو زړه بږنوونکو پېښو د زيانمنو کورنيو په غم او ماتم کې ځانونه شريک بولي.))

 

سرچينې زياته کړې چې د دغه رياست مشرتابه او کارکوونکي د بدخشان له زيانمنو شوو کورنيو سره د دوه ميليونه افغانيو، د جوزجان له سېلاب ځپلو سره د ٦٠٠ زره افغانيو، له سرپل سره ٦٠٠ زره، د فارياب له زيانمنو سره ٤٠٠ زره او د بادغيس له زيانمنو سره د ٣٠٠ زره افغانيو مرستې اعلان کړى دى.

 

دغه راز د بغلان او غزني ولايتونو د مقام له خوا په خپرو شوو خبرپاڼو کې د خپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګېرنې مراتب د بدخشان ولسونو او په لويه کچه افغان ولس ته وړاندې کړي او د بدخشان په دې ستر غم کې ځان شريک بولي.

بلخوا د کندهار ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى په دغه درانه او ډېر ژور غم کې د ټول کندهاري ولس په استازيتوب ځان شريک ګڼي.

د کندهار والي توريالي ويسا ويلي چې دا يوه ډېره خواشينوونکې او دردوونکې طبيعي پېښه ده، کندهار ولايتي اداره او دلته مېشت قومونه پر دې پېښه سخت خواشيني دي.

هغه زياته کړې چې ټول کندهاريان او د کندهار دولتي اداره له خپلو بدخشاني وروڼو سره د ممکنه مرستو د برابرولو په درشل کې دي.

دغه راز د پکتيکا ولايت سيمه ييزه اداره د ټولو پکتيکاوالو په استازيتوب پدغه ژور غم کې ځان شريک بولي، د پېښې قربانيانو ته د بښونکي خدای تعالی له درباره د فردوس جنت او کورنيو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي

په يوه خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتيکا ولايت سيمه ييزه اداره او ټول پکتيکاوال د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ طبيعي او دردوونکي پېښې د قربانيانو ترڅنګ دي او له هر ډول ممکنه مرستو به سپما ونه کړي.

د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼی ويلي چې دوى په دې غم کې د بدخشان له ولسونو سره دي او د هر ډول مرستې ډاډ يې ورکړى دى.

وسله والو طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د بدخشان په پېښه خواشيني څرګنده کړې ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.