ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارګو پېښې ځاى د قربانيانو د ډله ييز قبر په نوم نومول کېږي

د ارګو پېښې ځاى د قربانيانو د ډله ييز قبر په نوم نومول کېږي

author avatar
4 May 2014 - 13:12
د ارګو پېښې ځاى د قربانيانو د ډله ييز قبر په نوم نومول کېږي
author avatar
4 May 2014 - 13:12

فيض اباد (پژواک ١٤ غويى ٩٣): که څه هم د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د پېښې د قربانيانو په اړه ضد او نقيض شمېرې ورکول کېږي، احتمال لري چې دغه ځاى د قربانيانو د ډله ييز قبر په نوم ونومول شي.

دا بې مخينې او دردوونکې پېښه د تېرې جمعې په ورځ د ارګو ولسوالۍ په اب باريک کلي کې رامنځته شوه.

د بدخشان والي شاه والي الله اديب پژواک ته وويل، چې په دې طبيعي پېښه کې ٣٠٠ کورونه تر خټو او خاورو لاندې شوي ،  ٢٥٠٠  تنه، چې له دوو سوو د ډېرو هويت يې تثبيت شوى او د نورو ټولو هويت معلومول به وخت ونيسي.

خو د ارګو ولسوال عبدالودود سيدي وويل، چې د چمتو شوي لړليک پر بنسټ د مړو شوو لړليک ٢٢٥ کسانو ته رسېږي. د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم د مړو شوو شمېر له ٣٠٠ تر ٥٠٠ کسانو پورې اټکل کړى دى.

تېره ورځ تر مازديګر پورې د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په سکواټرونو او ځايي خلکو په بېل او کلنګ سره د پېښې په ځاى کې کيندنې کولې، خو هېڅ کوم مړى يې ونه موند.

خلکو يواځې د دوو تنو مړي په اب باريک کې په يوه څنډه کې له خاورو را وايستل او يو بل ١٠ کلن ماشوم يې ژوند را بهر کړ.

ځايي خلک وايي، چې د خاورو او خټو حجم نږدې سل متره دى او دوى د مړو را ايستلو توان نه لري.

اوس بيا د بدخشان والي وايي، کله چې تېره ورځ د ولسمشر دويم مرستيال محمدکريم خليلي له سيمې ليدنه وکړه او د وضعيت په اړه يې ولسمشر ته راپور ورکړ، نو څرګنده يې کړه، چې خلک د مړو له را ايستلو ستړي او نا هيلي شوي دي، د وزيرانو بېړنۍ غونډه راوبلل شوه او تصميم ونيول شو، چې د ولسمشر لومړى مرستيال محمد يونس قانوني بدخشان ته سفر وکړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، احتمال لري چې قانوني نن د ولسمشر د حکم او وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې د پېښې ساحې ته ولاړ شي.

د بدخشان والي زياته کړه، احتمال لري چې د ولسمشر لومړى مرستيال دغه ځاى د ارګو پېښې د قربانيانو د ډله ييز قبر په توګه اعلان کړي، خو نوموړى اوسمهال په پرېکنده ډول په دې اړه څه نه شي ويلى، چې دولت مړي راباسي او که ساحه د ډله ييز قبر په نوم نوموي.

تېره ورځ ډلې ډلې خلک د پېښې ځاى ته راتلل او د غايبانه جنازې مراسم يې ترسره کړل.

د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل ډېر بارانونه او د غونډۍ دننه د اوبو بندېدل بلل شوى، چې په کې سل تنه ټپيان شوي هم دي، له دې ډلې ٩٠ يې د پېښې په سيمه کې د ګرځنده روغتيايي ډلو له خوا درملنه شوي او لس نور د فيض اباد په ملکي روغتون کې درملنه شوي دي. ٤٥٠٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

تېره ورځ له دغه طبيعي افت څخه ٧٠٠ خوندي پاتې شوو کورنيو تر شنه اسمان لاندې په دښتو او غرونو کې استوګنه کوله، چې وروسته ورته د ملګرو ملتونو او نورو موسسو له خوا ٧٠٠ خېمې ودرول شوې او ترڅنګ يې د خوړو نړيوال سازمان WFP، دولتي ارګانونو او نورو موسسو هم له اته سوو ټنو زيات خوراکي توکي او د څښاک پاکې اوبه  پر زيانمنو ووېشلې.

ولسمشر کرزي نن (د غويي ١٤مه) د بدخشان د ناورين په اړه د يوه حکم پر بنسټ ملي ماتم اعلان کړى دى.

د دغه حکم له مخې به د افغانستان بيرغ په کور دننه او بهرنيو سياسي استازوليو کې د ملي ماتم په ورځ نيم ځوړند وي.

د ويلو ده، چې به اب باريک کلي کې د غره ښوېيدو په ورځ د ارګو ولسوالۍ په اشکاشان کلي کې هم يو غر ښويېدلى، چې له امله يې يوه اوه کلنه نجلۍ وژل شوې او يو تن بل ټپي دى.

يوه ځايي مخور عبدالحنان پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د استوګنې ٢٠ کورونه له خپلو ټولو وسايلو سره تر خاور او خټو لاندې شوي دي، خو خلک توانېدلي، چې ځانونه وژغوري.

د ده په خبره، غره چاک کړى او د استوګنې اتيا نور کورونه هم تر ګواښ لاندې دي.

سرچينې زياته کړه، دا چې ټوله پاملرنه اب باريک کلي ته اوښتې، نو د اشکاشان د کلي پېښه له ياده وتلې ده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.