کندهار ( پژواک ٢٣ غويى ٩٣): د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ٧ ملکي وګړي ، چې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو، د پوليسو د عملياتو په پايله کې راخوشې شول.
د شاوليکوټ امنيه قوماندان سمونمل پاچا خان د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې وسله والو مخالفينو تېره ورځ د سيمې اوه قومي مشران پر دې تور تښتولي وو، چې ګواکې خپلوان يې په سيمه ييزو پوليسو کې دندې لري.
هغه زياته کړه، تښتول شوي وګړي د شاوليکوټ ولسوالۍ د کوترخانې په غره کې ساتل کېدل، چې پوليسو پرې عمليات وکړل او اوه واړه يې د هغوى له بنده را خلاص کړل.
نوموړي دغه راز وويل ، چې له دې سره هم مهاله پوليسو د شاوليکوټ ولسوالۍ په خير توت، کابليان، تنګي او کتيران سيمو کې هم عمليات کړي او وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زياته کړه، پوليسو دغه عمليات تر هغه وروسته پيل کړل، چې د وسله والو مخالفينو دوو قوماندانانو پير اغا او عبيد له خپلو ٣٥ وسله والو سره يو ځاى د پوليسو پر بېلابېلو امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.
د پاچاخان په وينا، عملياتو او جګړې تېره ورځ مازديګر ٤ بجې پيل او د شپې تر اتو بجو يې دوام وکړ، چې په پايله کې يې ٦ وسله وال مخالفين ووژل شول او يو ټپي شو.
دى وايي، له وسله والو طالبانو يوه اندازه وسلې هم د جګړې په سيمه کې پاتې شوي، خو هغوى ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د يادې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې وسله والو مخالفينو په غورک ولسوالۍ کې هم په ورته توګه د سيمې اوسېدونکي له حکومت سره د همکارۍ په تور وړي وو.
په شاوليکوټ ولسوالۍ کې دغه پېښه تر هغه وروسته رامنځته کېږي ، چې وسله والو طالبانو په ټول هېواد کې د خيبر په نوم د پسرلنيو عملياتو د پيل خبر ورکړى دى.