کندهار (پژواک ٢٧ غويى ٩٣): د کندهار ولايت د عامې روغتيا رييس وايي، په دغه ولايت کې يې د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ د مخنيوي په موخه د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې روغتيايي تدابير نيولي دي.
ډاکټر عبدالقيوم پخلا دغه څرګندونې نن د غويي په ٢٧مه، د پوليو پر ضد د واکسين د درې ورځني کمپاين د پيلولو پر مهال وکړې.
ده وويل، په کندهار او سوېلي حوزه کې يې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنيوي په موخه په سپين بولدک او نورو هغو سيمو کې روغتيايي ټيمونه په دندو ګومارلي، چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته ورباندې تګ راتګ کېږي.
هغه زياته کړه، روغتيايي ټيمونه په دغو سميو کې ټولو هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي، د پوليو واکسين ورکوي، ترڅو دغه ناروغي له پاکستان راڅخه را انتقال نه شي.
ده وويل، د هغوى د پر له پسې هلو ځلو په پايله کې له تېرو دوو کلونو راهيسې په کندهار کې د پوليو کچه صفر شوې او تر اوسه کومه مثبته پېښه نه ده ليدل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېر کې د هېواد په کچه د پوليو ډېرې پېښې همدلته وې.
د عامې روغتيا رييس د پوليو د پېښې د صفر کېدو لامل د ادارو تر منځ همغږي او په سمه توګه د واکسيناسيون د کمپاينونو پلي کېدل بولي.
هغه دغه راز په کندهار کې د پوليو واکسين د درې ورځني کمپاين خبر هم ورکړ، چې نن د غويي په ٢٧مه پيل شو.
هغه وويل، دغه کمپاين به د کندهار ښار تر څنګ په ميانشين، سپين بولدک، ژېړۍ، ميوند، پنجوايي او يو شمېر نورو ولسواليو کې تر سره شي، چې په ترڅ کې به يې د ٥٠٠زره زيات تر پنځو کلونو د کم عمر لرونکي ماشومان واکسين کړل شي.
هغه له قومي مشرانو، امامانو او د سيمې له عامو اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د خپلو اولادونو د روغتيا لپاره د واکسين له ټيمونو سره همکاري وکړي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل، په پاکستان کې د پوليو د پېښو زياتوالى د افغانستان لپاره جدي ګواښ بللى و.
هغې ويلي و، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ زيات دی او ښايي ويروس يې دې هېواد ته هم ولېږدول شي.
د روغتيا نړيوال سازمان اعلان کړى، چې په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې تر پخوا ډېرې شوې او ان له دغه هېواده مصر، سوريې او ځينو نورو هېوادونو ته هم د ګوزڼ ويروس انتقال شوی دى.