Language

کندهار کې د کوکنار اړولو کمپاين نيمګړى ترسره شوى

کندهار (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): که څه هم د تېر په پرتله سږ کال په کندهار کې ډېر کوکنار کرل شوي وو خو د اړولو کمپاين يې يواځې په يوې ولسوالۍ کې ترسره شو او نورو ولسواليو ته و نه غځېد.

د کندهار ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ګل محمد شکران له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې سږ کال په ميوند، شاوليکوټ، پنجوايي او ژېړۍ ولسواليو کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي وو.

هغه زياته کړه، دا چې په ميوند ولسوالۍ کې تر نورو مخکې د کوکنارو کښت حاصل ورکولو ته نږدې و؛ نو ځکه يې لومړى د کوکنار اړولو کمپاين له همدې ولسوالۍ پيل کړ.

دى وايي، دلته ډېر کوکنار پر هغو دولتي ځمکو کرل شوي وو، چې د زورواکو له خوا غصب شوې، چې د کمپاين پر مهال ډېرې ځمکې هم د کوکنارو له کښت او هم له غصب څخه خلاصې شوې.

د نوموړي په وينا، په ميوند ولسوالۍ کې يې په داسې حال کې د کوکنار اړولو د کمپاين په لړ کې ٩٠٠ جريبه ځمکه له دغه کښته پاکه کړه، چې نږدې هره ورځ پرې وسله والو مخالفينو او د نشه يي توکو مافيا وسله وال بريدونه کول، چې مرګ ژوبله يې هم له ځان سره لرله.

دى وايي، له بده مرغه چې د کوکنار اړولو کمپاين نه يوازې په ميوند ولسوالۍ کې په نيمګړې توګه پاى ته ورسېد، بلکې نورو ولسواليو ته هم و نه غځول شو.

شکران د دغه کار لامل د وخت کمښت او لږ چمتووالى وښود او ويې ويل، دا چې په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره کېدې، نو ځکه کمپاين له ستونزو سره مخ شو.

ده وويل، له دې امله هم نورو ولسواليو ته د کوکنار اړولو کمپاين و نه غځېد، چې د نېښ وهلو وخت يې را رسېدلى و، چې دغسې کمپاين ملګرو ملتونو ته هم د منلو وړ نه و.

په کندهار کې په داسې وخت کې د کوکنار اړولو کمپاين نيمګړى ترسره شو، چې دلته د کوکنارو د کښت د مخنيوي په موخه د فوډ زون پروګرام هم پيل شوى دى.

فوډ زون پروګرام د امريکا د متحده ايالتونو د نړيوالې پر مختيايي ادارې په ٢٠ ميليونه ډالره لګښت د دوو کلونو په اوږدو کې پلى کېږي.

فوډ زون پروګرام څلور بنسټيزې برخې لري، چې د کوکنارو د کښت مخنيوى او حلال کښت ته د کروندګرو هڅول، په مخدره توکو د روږدېدو يا اعتياد مخنيوى، د نشه يي توکو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او د قانون تنفيذ په کې شامل دي.

د کندهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس وايي، که فوډ زون پروګرام په سمه توګه پلى شي، نو تمه شته چې د کوکنارو د کښت کچه راټيټه شي.

دى وايي، د کروندګرو بسټيزې ستونزې ضعيف اقتصاد، د اوبو ناسم سيستم او روا محصولاتو ته د بازار نشتوالى دى، په کار ده چې د فوډ زون په چوکاټ کې د خلکو دغو بنسټيزو اړتياوو ته په پاملرنه وشي، پروژې پلان او پلې شي.

د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا هم وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت بشپړ کال کرار ناست وي، خو چې کله کوکنار وکرل شي او د حاصلاتو وخت يې را ورسېږي، هغوى يې کښتونه له منځه وړي، چې دا له کروندګرو سره ظلم دى.

هغه له پژواک اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، د نشه يي توکو وزارت بايد تر کرلو وړاندې د نشه يي توکو د کښت مخه ونيسي.

هغه دا هم وويل چې د کوکنار اړولو کمپاين اسانه نه دى، ځکه هم د امنيتي ځواکونو لپاره ځاني تلفات لري او هم مالي لګښت ورباندې راځي.

دى وايي، د نشه يي توکو وزارت چې کومې پيسې د کوکنار اړولو پر کمپاين لګوي، په کار ده له کروندګرو سره يې په مرسته ولګوي.

والي د نشه يي توکو پر وزارت نيوکه وکړه چې پر جزوي مسايلو بوخت دى، هغوى يا د کوکنارو مخنيوى نه غواړي او يا پرې پوهېږي نه.

نوموړي د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې فوډ زون پروګرام هم له خپلې اصلي بڼې وتلى وګاڼه او ويې ويل، په اوسني شکل يې پلى کول د وخت ضياع ده.

هغه زياته کړه: ((فوډ زون چې موږ څنګه پلان کړى و او له اړوندو سرچينو سره مو ورباندې موافقه کړې وه، هغسې نه عملي کېږي.))

نوموړي د بېلګې په توګه د فوډ زون پروګرام د عامه پوهاوې برخه ياده کړه، چې په اړه يې د سيارې په نوم يوه شرکت ته ٤ ميليونه ډالر ورکړل شوي، خو د کار يې هيڅ درک نه لګېږي.

دى وايي، ډونرانو ورته ويلي چې دوى ته دا مهمه ده چې د سيارې اداره خوشحاله وساتي.

ويسا زياته کړه: ((د خلکو د عامه پوهاوي لپاره موږ داسې طرحه جوړه کړې وه، چې کور، ښوونځى او جومات سره وصل شي او مور، پلار، ښوونکى او ملاامام پکې دخيل وي، ځکه خلک خپل ډېر وخت په همدغو دريو ځايونو کې تېروي.))

نوموړي دغه راز د فوډ زون پروګرام په چوکاټ کې د کارکوونکو د ګومارلو پر پروسه هم نيوکه وکړه او ويې ويل، د هغوى غوښتنه دا وه چې کارکوونکي بايد ټول د کندهار اوسېدونکي وي او د ګومارنې پروسه يې هم دلته تر سره شي، خو ټول کارکوونکي په کابل کې د شخصي اړيکو پر بنسټ په کابل کې ګومارل شوي دي.

والي دغه راز نيوکه وکړه، چې د فوډ زون پروګرام کارکوونکو بايد د نشه يي توکو د رياست په ودانۍ کې کارونه تر سره کولاى، په داسې حال کې چې اوس ورته درې ګيسټ هاوسونه د مياشتې په لس- لس زره ډالر نيول شوي.

هغه دغه راز وويل، د پوليسو په موجوديت کې لا هم د امنيت لپاره له يوې امنيتي کمپنۍ سره قرارداد شوى دى.

د نوموړي په وينا، که د فوډ زون پروګرام د ولايتي ادارې له غوښتنې سره سم پلى شي او له لارې يې هغه پروژې پلي شي چې د خلکو اړتيا وي، نو دا ضمانت شته چې د کوکنارو د کر کيلې کچه ورسره راټيټه او آن صفر شي.

Related Topics