Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځانمرګي بريد د حصارک ولسوال ټپي کړى او د پوليسو يو قوماندان وژل شوى

جلال اباد (پژواک ٣١ غويى ٩٣): د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ ځانمرګى  بريد شوى دى.

د ننګرهار ولايت د مقام له خوا د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې ځانمرګى بريدګر د سيمه ييزو پوليسو يونيفرم اغوستى و.

ولايت وايي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف له اتو نورو کسانو سره ټپي شوى او د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان له يوه ساتونکي سره وژل شوى دى.

د حصارک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نور محمد پژواک اژانس ته وويل چې ځانمرګى بريدګر د ولسوالۍ دننه د ولسوال تر خونې پورې ځان رسولى و.

هغه زياته کړه، چې په وژل شوو او ټپيانو کې ملکي او نظامي کسان شامل دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې بريد کې د ولسوال او امنيه قوماندان په ګډون ١٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه ادعا کړې، چې ولسوال سخت ټپي  دى، خو امنيه قوماندان له يو شمېر پوليسو سره وژل شوى دى.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.