کابل( پژواک ، د غبرګولي لومړۍ ۹۳) افغانستان د اسیا د فوټبال چیلنج کپ سیالیو کې ترکمنستان ته دیو په مقابله کې په دریو ګولونو ماتې ورکړه.
داتو هیوادونو په ګډون دا سیالۍ په مالدیپ کې روانې دي.
افغانستان په دې سیالیو کې نن د غبرګولي په لومړۍ نیټه له ترکمنستان سره ترسره کړه.
په مالدیپ کې دافغانستان د فوټبال فدراسیون یوه چارواکي علي کاظمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان له لوري لومړی ګول اسلام امیري د لوبې په ۴۵ مه دقیقه ووهله.
هغه زیاته کړه، چې دویم ګول په ۶۲ مه دقیقه کې ارش عطایی او دریم ګول په ۸۵ مه دقیقه کې فیصل شایسته وکړو.
د کاظمي په وینا، ترکمنستان یواځینی ګول دلوبې په ۷۰ مه دقیقه کې وهلې وه.
افغانستان له دې مخکې په دې سیالیو کې له فلیپین سره لوبه مساوي کړې وه. ملي لوبډله به د شنبې په ورځ له لاووس سره لوبه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP