Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شاعر او ليکوال واصل وصال ونمانځل شو

جلال اباد (پژواک٢غبرګولى٩٣): د ځوان ليکوال، ژورنالېست او شاعر محمد واصل وصال نمانځغونډه د قلم ټولنې له لوري په جلال اباد ښار کې ترسره شوه.

د قلم ټولنې مشر محمد نواز حقيقت سانين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځوان ليکوال او ژورنالېست وصال د ادبي هڅو په وياړ يې دا غونډه جوړې کړې، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه لسګونو شاعرانو او ليکوالانو په کې ګډون کړى او د وصال پر شاعرۍ او ليکوالۍ يې مقالې برابرې کړې وې.

ده زياته کړه: ((په ځوان کهول کې مو نن وصال ونمانځه، په راتلونکي کې نور ځوانان هم نمانځو.))

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد پوهندوى لعل پاچا ازمون، وصال يو هڅاند ځوان وباله او زياته يې کړه، چې نوموړي د خپل ژوند په پرتله ډېر زيات کار کړى دى.

دى وايي: ((ده د خپل ژوند په پرتله ډېر او پوخ کار کړى او پر نورو ځوانانو غږ کوم، چې له ده يې زده کړئ.))

د شمشاد تلويزون د خپرونو رييس خپلواک ساپي په غونډه کې د وصال په ژورنالېستيکو چارو رڼا واچوله او ويې ويل، چې وصال د ليکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ يو ښه ژورنالېست هم دى.

نوموړي د وصال پر ټولنيزو اخلاقو او چلند هم رڼا واچوله او ويې ويل، چې دى د ټولنيزو اخلاقو لرونکى انسان دى.

د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز رييس څېړندوى عبدالغفور لېوال هم د وصال پر نثر او نظم خبرې وکړې.

نوموړي د وصال نظم ساده او روان وباله او ويې ويل، چى هغه د نظم او نثر په برخه کې يو بريالى شاعر او ليکوال دى.

هغه وويل: ((نوموړى کله کله ډېرو باريکيو ته پام کوي، د نثر او نظم ژبه يې ډېره خوږه ده.))

د غونډې په پاى کې وصال ته د ميدان وردګو ولايت مقام، پکتيا مېډيا سنټر، مريم پوهنتون، د سولې پيغام راډيو، اوښتون ټولنې، د منګلو ځوانانو ټولنې، متحد ملت ګوند،د ختيځې سيمې ليکوالو ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې او يو شمېر نورو ټولنو له لوري ستاينليکونه ورکړل شول.

ياده دې وي، چې وصال د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى دى، چې تر دا مهاله يې شپږ هنري اثار ليکلي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.