محمودراقي، جلال اباد، فارياب (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): په کاپيسا، ننګرهار او فارياب کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې اته وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.
د دې ولايت امنيه قوماندان خواجه فقير احمد صديقي، پژواک خبري اژانس ته وويل، د کاپيسا د مرکز د شوخي د سيمې د حوزې امر، نن نجراب ولسوالۍ ته په سفر تللى و، چې په لاره کې مازيګر مهال د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.
ده زياته کړه، له نوموړي سره د ده ساتونکى هم وژل شوى، خو پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
د يو بل خبر له مخې، امنيتي مسوولينو د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې ١٢ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو او يوه پوليس د وژلو خبر ورکړى دى.
د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندانۍ وياند ادريس مومند، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د مومند درې ولسوالۍ د ډکې پر امنيتي پوستې بريد کړى وو.
ده زياته کړه، د دواړو لورو په يو ساعته نښته کې ٧ وسله وال ووژل شول او پنځه ټپيان دي.
د هغه په وينا، په دې ترڅ کې يو پوليس هم وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
له بلې خوا، د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې هم يو مخالف وسله وال وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مرګ ژوبله هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې وسله والو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
د هغه په خبره، وژل شوى تن د طالبانو سرګروپ ملا عادل نومېږي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په دې پېښه کې د يوه طالب وژنه مني، خو ادعا کوي، چې پوليسو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، چې تراوسه کره شمېره يې نه ده ترلاسه شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP