لښکرګاه(پژواک، ۵ غبرګولى۹۳): په هلمند کې د لومړي ځل لپاره د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رياست په چوکات کې د ښځينه پوليسو مديريت رامنځته شو.
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال اركانحرب عبدالقيوم باقي زوى دغبرګولي په ۵ مه په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وويل، د نوي رامنځ شوي مديريت لپاره يې د دويم څارن ملالۍ په نامه يوه پوليس افسره د مديرې په توګه وټاکله.
قوماندان وايي، چې په دې مديريت کې د دغې مديرې په ګډون شاوخوا لس نورې ښځينه پوليسې هم دنده تر سره کوي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه مديريت د کورنيو چارو وزارت په منظورۍ رامنځ ته شوى، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي تر څنګ به نورې ډېرې پېښې د ښځينه پوليسو له لوري څېړل کېږي.
د ياد مديريت لپاره ګومارل شوې افسرې ملالۍ خبريالانو ته وويل، ورسپارل شوې دنده به په سمه توګه تر سره کړي.
هغه وايي، په اړوند مديريت کې د تحقيقاتو د رياست په چوکاټ کې ټولې اسانتياوې برابرې شوې دي.
دې وويل، چې دغه مديريت به د ښځينه پوليسو په جلب او جذب کې هم ډېره هڅه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP