جلال اباد ( پژواک، ٥ غبرګولى ٩٣ ) : د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې دوه سيمه ييز پوليس د خپلو ملګرو له لوري وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه تېره شپه په دوه نيمو بجو د يادې ولسوالۍ د حافظ کمره په سيمه کې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه، څلورو سيمه ييزو پوليسو چې له وسله والو مخالفينو سره لاس يو ځای کړی و ، خپل دوه ملګري پوليس وژلي او په خپله په تېښته بريالي شوي دي.
د نوموړي په وينا، د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو پلټنې دوام لري.
د سيمې يوتن اوسېدونکي غلام نبي پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوي پوليس د مرکز اړوند سيمو اوسېدونکي وو او تښتېدلي پوليس د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
ده زياته کړه ، چې تښتېدليو پوليسو له ځانه سره د پوستې ټول مهمات اووسلې هم وړي دي.
ددولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP