کابل (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): افغانستان به راتلونکې اونۍ د ناټو او ايساف د دفاع وزيرانو د غونډې مهمه موضوع وي.
دغه څرګندونې د ناټو سازمان وياندې اووانا لنګيسکيو د غبرګولي په ٨مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
هغې زياته کړه، چې دا دوه ورځنۍ غونډه به راتلونکې اونۍ د غبرګولي په ١٣مه او ١٤مه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان په مقر کې جوړه شي.
نوموړې د ناټو او ايساف د دفاع وزيرانو ګډه غونډه مهمه وبلله او زياته يې کړه، چې په دې کې به د ناټو د راتلونکې سرمشريزې غونډې په اړه چې ټاکل شوې د روان زېږديز کال په سپټمبر مياشت کې په برېتانيا کې ترسره شي، پلانونه جوړ شي.
اووانا وايي چې د دفاع وزيرانو په دې غونډه کې به افغانستان د ناټو يو له مهمو موضوعاتو څخه وي، د ناټو د ٢٨ او د ايساف ٢٠ غړو هېوادونو د دفاع وزيران به د افغانستان په اړه ګډې مشورې وکړي.
د هغې په وينا، د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله خان محمدي هم به په دې غونډه کې ګډون کوي او د افغانستان د تېرو او دويم پړاو ټاکنو د امنيت او د افغان ملي ځواکونو د پرمختګونو په اړه به ګډونوالو ته معلومات ورکړي.
د ناټو وياندې زياته کړه: ((هيله ده، چې په دې غونډه کې د ناټو او ايساف د دفاع وزيران د افغانستان حکومت، ولس او امنيتي ځواکونو ته په ښه توګه د تېرو ټاکنو د ښې ترسره کېدو مبارکي ورکړي.))
د هغې په وينا، د ناټو او ايساف د دفاع وزيران به د افغانستان له دفاع وزير څخه د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د تيارو او امنيتي پلانونو په اړه هم معلومات ترلاسه کړي.
د ناټو ويانده وايي، چې په دې غونډه کې به د ايساف د ماموريت په اړه چې ټاکل شوې د ٢٠١٤ زېږديز کال په وروستيو کې پاى ته ورسېږي، تر دغه کال وروسته د روزنې، مشورې او همکارۍ د نوي ماموريت په اړه به هم بحث وشي.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې به ناټو او متحدين يې د امريکا د وروستۍ پرېکړې او اعلان هرکلى وکړي، چې غواړي تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې ٩٨٠٠ سرتېري پرېږدي.
اووانا وايي چې ناټو خپل نوى ماموريت هغه مهال پيلوي چې په دې اړه له افغان حکومت سره په قانوني چوکاټ کې يو سند لاسليک کړي.
دې زياته کړه، چې په دې غونډه کې د اوکراين، جورجيا او په خپله د ناټو د ځينو موضوعاتو په اړه هم خبرې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP