لښکرګا(پژواک ۱۷ غبرګولى ۹۳): د هلمند د خبريالانو ټولنې د عبدالصمد روحاني د شپږم تلين په نمانځغونډه کې د دغه وژل شوي خبريال د دوسيې د بيا څېړولو غوښتنه وکړه.
عبدالصمد روحاني په هلمند کې د پژواک خبري اژانس او بي، بي سي خبريال و، چې شپږ کاله مخکې د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو خو تر اوسه يې قاتلين نه دي پېژندل شوي.
د هلمندد خبريالانو ټولني مشر زين الله ستانکزي په ياده نمانځونډه کې وويل، د هلمند کشفي او استخباراتي ارګانونه دې دوى ته ډاډ ورکړي، چې د روحاني قاتلين نيسي.
ستانکزي د خبريالانو د هغو ګواښونو د مخنيوي غوښتنه هم وکړه، چې اوس دوام لري او د ځينو کړيو او ډلو له خوا په يو او بل ډول روانې دي.
په ياده غونډه کې د شمشاد ټلويزيون خبريال سردارمحمد سروري هم معلوماتو ته نه لاسرسى او د يو شمېر کړيو له خوا د شخصي ګټو په موخه فشارونه ياد کړل.
ده وويل: ((د روحاني د قاتلينو د نيولو او د بيان د ازادۍ د ودې په برخه کې له اړوند دولتي ادارو څخه د مرستې غوښتنه کوو.))
د عبدالصمد روحاني پلار مولوي دوست محمد په دې غونډه کې وويل، چې له روحاني دوه مېرمنې، دوه زامن او دوه لوڼې پاتې شول او اوس يې سرپرستي دى کوي.
نوموړي وويل، د روحاني اولادونه که څه هم تر اوسه ماشومان دي او په کور کې پرې درس وايي خو هيله لري، چې په راتلونکئ کې ورته د ښې زده کړې زمينه برابره شي.
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال ارکان حرب عبدالقيوم باقي زوى ژمنه وکړه، چې دوى به د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني دوسيه له سره وڅېړي او قاتلين به يې پيدا کړي.
د ده په وينا، چې اداره يې د ژورناليزم اصولو او د ژورنالېستانو فعاليت ته د زمينې برابرولو ته ژمنه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP