کابل(پژواک٢٠غبرګولى٩٣): ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.
دغه مطلب په هغه خبرپاڼه کې راغلى دى چې له ارګ څخه د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته راليږل شوي ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، دغه کتنه نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوې ده، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو د ټاکنو په اړه بحث او خبرې اترې کړې دي.
دغه راز ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې د افغانستان نوی حکومت به له روسیې سره خپلو دوستانه اړیکو ته دوام ورکړي ځکه چې له روسیې سره اړیکې د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د سرچينې ترمخه، په مقابل کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل، چې روسیه او افغانستان جغرافیایي نیږدیوالی او ګډې ګټې لري او د دواړو هېودونو ترمنځ د اړیکو پراختیا د روسیې لپاره اهمیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP