ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي سره وکتل

author avatar
10 Jun 2014 - 20:14
author avatar
10 Jun 2014 - 20:14

کابل(پژواک٢٠غبرګولى٩٣): ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

دغه مطلب په هغه خبرپاڼه کې راغلى دى چې له ارګ څخه د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته راليږل شوي ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، دغه کتنه نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوې ده، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو د ټاکنو په اړه بحث او خبرې اترې کړې دي.

دغه راز ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ، چې  د افغانستان نوی حکومت به له روسیې سره خپلو دوستانه اړیکو ته دوام ورکړي ځکه چې له روسیې سره اړیکې د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د سرچينې ترمخه، په مقابل کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل، چې روسیه او افغانستان جغرافیایي نیږدیوالی او ګډې ګټې لري او د دواړو هېودونو ترمنځ د اړیکو پراختیا د روسیې لپاره اهمیت لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.