Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار په ښېوه کې سيمه ييز پوليس د ځانګړي کانديد په ګټه صندوقونه ډکوي

جلال اباد (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د ننګرهار ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه پيل کړې او د يوه ځانګړي کانديد لپاره صندوقونه ډکوي.

په ټول هېواد کې د غبرګولي په ٢٤مه سهار اوه بجې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې پيل شوې چې د مازديګر تر څلورو بجو به دوام ولري.

په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي مشر خواجه امين الله فضلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښېوې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې دوى له يادې ستونزې خبر شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې اړه يې له امنيتي مسوولينو سره اړيکې نيولې دي.

د  احمدالله په نوم يوه ناظر پژواک اژانس ته وويل چې د ښېوې د ګريک په سيمه کې سيمه ييز پوليس د رايو مرکز ته څوک نه پرېږدي او په خپله يې د صندوقونو پر ډکولو پيل کړى دى.

هغه زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ د يوه کلينيک او د ډنډ د جومات په مرکزونو کې هم سيمه ييزو پوليسو مداخله کړې ده.

د ښېوي يوه بل اوسېدونکي حميدالله پاچا پژواک اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې سيمه ييز پوليس د عبدالله عبدالله په ګټه صندوقونه ډکوي.

د ننګرهار د ملي امنيت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک ته ومنله چې په ښېوه کې ستونزې شته.

سرچينې زياته کړه، چې پخوانى قوماندان ګل کريم له خلکو کارتونه اخلي، بيا په خپله خوښه رايه کاروي.

د نوموړي په وينا، چې د ښېوې په بډيالۍ، شاهي کلا او ګريک سيمو کې دا ستونزه ډېره ده.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.