Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځانمرګي بريد څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

کلات (پژواک٢٨غبرګولى ٩٣): د زابل چارواکي وايي، چې په دغه ولايت په يوه ځانمرګي بريد کې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام شاوخوا پر اووه بجو کلات ښار ته نږدې د پل سنګي په سيمه کې د کندهار پر لويه لاره ځانمرګى بريد رامنځ ته شو.

 ده زياته کړه، چې په دې بريد کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

 د هغه په وينا، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې په ياده سيمه کې پوليسو د پلټنې په موخه يوه کرولا ډوله موټر ودراوه، چې په همدې مهال په موټر کې سپور ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړه.

 د دې بريد مسووليت تردې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.

 د يادولو ده، چې دوه ورځې مخکې په ياد ولايت کې يو ځانمرګى، هدف له رسېدو مخکې ځان ته چادونه ورکړې وه، چې په پايله کې يې يو ملکي وګړى وژل شوى او بل ټپى و.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.