Language

غزني (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٣): په غزني کې د هغې وسله والې ډلې په ګډون  ٢٦ طالبان وژل شوي، چې له پاکستانه يې د جنګياليو او وسلو د را اړولو مسووليت درلود.

ولايتي چارواکي وايي، دغه وسله وال طالبان، چې پاکستانيان هم په کې دي، د ناوې او مقُر په ولسواليو کې وژل شوي او ١٤ نور ملګري يې ټپيان شوي دي.

د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه افغان پوځيانو د دې ولسوالۍ د ″قبرغې″ په سيمه کې د يوې وسله والې نښتې پر مهال د طالب قوماندان ملا قدير په ګډون ١٤ طالبان  ووژل شول.

احمدي وايي، دې وسله والې ډلې له پاکستانه غزني ته د وسله والو او وسلو د لېږد رالېږد مسووليت پر غاړه درلود.

د والي مرستيال د دې نښتې د څرنګوالي په تړاو ډېر څه ونه ويل خو زياته يې کړه، چې د مقُر په ولسوالۍ کې بيا په جګړه کې ١٢ وسله وال وژل شوي او ١٤ نور ټپيان  دي.

احمدي وويل، تېره شپه طالبانو د يادې ولسوالۍ د ″لال خېلو″ په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړ ، خو دغو پوليسو يې تر بريد مخکې د پلان په اړه معلومات درلودل.

ده وويل، چې په دغه بريد کې سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.