Language

د بدخشان د ولايت لپاره سيمه ايز اقتصادي پراختيا پلان پيل ش

کابل(پژواک،٦مه غبرګولي ٩٣): د بدخشان په ولايت کې د المان د پراختيايي همکارۍ د ادارې په مرسته د ولايتي پراختيا شورا له خوا سيمه ايز اقتصادي پراختيايي پلان پيل شو.

د بدخشان مرستيال والي ډاکتر ګل محمدبيدار وايي، دا اقتصادي پراختيايي پلان د يوې تخنيکي کاري ډلې له خوا د دې ولايت د ٧ دولتي ادارو اوخصوصي سکتور د سازمانونو د استازو لکه: د ولايت مقام، ولايتي ادارې او د سوداګرۍ موسسې او خصوصي تشبشونو له خوا جوړه شوې طرحه ده.

د نوموړي په وينا د بدخشان ولايت تردې وړاندې د يوې لرې او غرنيزې سيمې په توګه شميرل کيده، چې د راز راز ننګوونو لکه، خواره زيربنا، د بيکارۍ لوړه کچه او د پانګه اچونې د کموالي سره مخ ده، چې د دې ستراتيژيک پراختيايي پلان له مخې به په دې ولايت کې د سوداګرۍ ته وده ورکړي

په دې اقتصادي پلان کې اقتصادي سکتورونو ته، چې اوس مهال د خصوصي پانګې اچونې دپاره په زړه پورې دي او د سيمې اوسيدونکو ته د کار د زمينه او د عوايدو ترلاسه کولو  لپاره مساعد دي پيژندل شوي دي.

د دې اقتصادي پلان کاري تخنيکي ډله وايي، کولاى شي، د سلامشورې د بورد په توګه له دولتي او خصوصي ادارو سره ترمنځ ګډه همکاري، چې د ولايتي پراختيا د کميټې منظوري ته اړتيا لري. وړاندې کړي.

 په دې پلان کې د بازارموندنې لپاره يوه طرحه شته، چې موخه يې د ملي او نړيوالو خصوصي پانګه اچوونکو په نقشه کې د بدخشان مطرح کول دي، چې تردې وړاندې دغه ولايت د يوه شعار په توګه ياد شوې دى.

همداراز د بدخشان ولايت د اقتصاد رئيس عبدالغفور فروغ د پلان په اړه د هغه پريکړې يادونه وکړه، چې د کاري تخنيکي ډلې غړي پرې سلا شوي دي، د بيلګې په ډول د يوه نندارتون جوړول او په بدخشان کې د ټولو سوداګريزو موسسو د يوې خلاصې ورځې اعلانول په بر کې نيسي.