Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولز : افغان لوبغاړي د کرکټ لوړ استعدادونه لري

کابل ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ بهرنى روزونکى وايي ، چې په افغان لوبغاړو کې د کرکټ لوبې لوړ استعدادونه شته .

د انګلستان پخوانى لوبغاړى انډري مولز تېره مياشت د افغانستان د کرکټ د توپوهنې په برخه کې د روزونکي په توګه ټاکل شوى ، څو د راتلونکي کال د نړيوال جام د تياريو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه نن د چنګاښ په ٧ مه، د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال افغانستان د کرکټ لوبو لپاره خوندي ځاى وباله.

مولز د افغانستان حالات ډاډمن وبلل او هغه امنيتي اندېښنې چې د ده له راتګ څخه د مخه ګواښمنې بلل کېدې، رد کړې.

نوموړي د افغانستان کرکټ ادارې ستاينه وکړه، چې په ډېره کمه موده کې يې ډېر پرمختګونه کړي او په نړيوالو يې ځان منلى ده.

انډري مولز دافغانستان د کرکټ د  ملي لوبـډلې او نورو لوبغاړو يادونه وکړه او ويې ويل ،چې  د لوړو استعدادونو خاوندان دي.

هغه زياته کړه، چې افغانان له کرکټ لوبې سره بې کچه مينه لري او د بېلګې په توګه يې تېره اونۍ د باباى ملت ولايتي سياليو د پاى لوبې  پر مهال په سخته ګرمۍ کې د کابل نړيوال لوبغالي ته د زرګونو مينه والو راتګ په ګوته کړ.

په ياده خبري غونډه کې دافغانستان کرکټ بورډ لوى رييس  او سلاکار وزير شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ مرستيال نسيم الله دانش او د ادارې نورو مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

شهزاده مسعود د انډري مولز له راتګ او له ملي لوبډلې سره د نوموړي کار او زيار څخه د مننې ترڅنګ د نوموړي پر روزنيزې مخينې هم رڼا واچوله .

هغه  ياد روزونکى د نړيوال جام سياليو پر مهال د اسټرليا او نيوزيلنډ له اقليم او حالاتو سره د بلدتيا درلودو پر بنسټ يو وړ روزونکی وباله.
انډري مولز ته په پای کې د شهزاده مسعود له لوري د افغانستان د ملي لوبډلې کالي د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

انډري مولز د انګلستان پخوانى لوبغاړى دى، خو د کرکټ لوبې تر پرېښودو وروسته يې د روزونکي په توګه دنده پيل کړه. هغه تر دې مخکې د کينيا، سکاټلينډ او نيوزيلينډ د ملي لوبـډلو د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.