Language

د ترافيکي پېښې له امله ٦ تنه ټپيان شول

محمود راقي ( پژواک، ٨ چنګاښ ٩٣ ) : په کاپيسا ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٦ تنه ټپيان شوي دي.

ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند همايون رشيدي د چنګاښ په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن سهار په ٨ بجو ددې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې له ولسوالۍ څخه کابل ته روان يو کرولا موټر د پاينده خېلو په سيمه کې له سړک اوښتى او ژورې کندې ته لوېدلى دى.

د نوموړي  په وينا، په دې پېښه کې  ٦ تنه ټپيان شوي دي.

د تګاب روغتون يو تن کارکوونکي ډاکټر فضل ربي پژواک اژانس ته وويل ، دوى ته شپږ ټپيان راوړل شوي، چې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ  دى.

د سيدرحيم په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، د يادې  ولسوالۍ  په بېلا بېلو سيمو کې د چاودنو له امله سړک خراب شوى، چې ډېرى مهال د ترافيکي پېښو لامل کېږي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د  هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.

په تېرو درېيو ورځو کې په ننګرهار او بلخ ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله تر ٢٥ زيات کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د ترافيکي پېښو د مخنيوي لپاره لازم اقدامات وکړي.