کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د افغانستان او پاکستان تر منځ په امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره شپږ کسيز افغان امنيتي پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى دى.
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال دولت وزيري د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان پلاوى نن سهار اسلام اباد ته تللى دى.
هغه زياته کړه، چې د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون مشر تورنجنرال افضل امان د دغه پلاوي مشري کوي او نن به له افغانستان سره پر امنيتي موضوعاتو خبرې وکړي.
بلخوا پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړى چې په افغان پلاوي کې د ملي دفاع وزارت او استخباراتو چارواکي شامل دي.
سرچينې زياته کړې چې دواړه پلاوي به تر خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو د ختيځې سيمې له سرحدي ګډې پولې ليدنه وکړي، خو تر دې دمه موضوع په رسمي توګه نه ده تاييد شوې.
دا امنيتي غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د پاکستان د لومړي وزير ميا نوازشريف او ولسمشر حامد کرزي تر منځ تر ټيلېفوني اړيکو وروسته د دواړو هېوادونو لوړو پوړو امنيتي چارواکو کابل او اسلام اباد ته سفرونه وکړل او د يوه امنيتي کمېسيون پر جوړولو يې هوکړه وکړه.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا په د پاکستان د پلاوي تر سفر وروسته څو ورځې مخکې اسلام اباد ته سفر کړى و.
نوموړي د دغه سفر پر مهال د پاکستان د صدراعظم په ګډون د دغه هېواد د پوځ له لوى درستيز سره په کتنه کې د ترهګرۍ پر ضد هڅو د سمون لپاره د يوې ګډې کمېټې پر جوړولو موافقه کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP