کندوز (پژواک ١٨ چنګاښ ٩٣): امنيتي چارواکي وايي، چې د کندوز ولايت په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو د نومول شوي مرستيال والي په ګډون څلور طالبان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونه تېره شپه لس بجې د هوا له لارې کوز شوي او چهاردرې ولسوالۍ په يتيم کلي کې د طالبانو د راټولېدو پر ځاى عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه، چې عملياتو يو ساعت دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې د طالبانو نومول شوى مرستيال والي ملا محمد نور وثيق له څلورو نورو طالبانو سره، چې د هغوى يو سرګروپ قاري عزت الله هم په کې دى؛ وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
سرچينې زياته کړه، چې مولوي وثيق د امنيت، دولتي مامورينو او مخورو کسانو ته ګواښ و او په وژل کېدو سره به يې په امنيتي وضعيت کې ښه والى راشي.
د حسيني په خبره، چې د طالبانو مړي په سيمه کې پاتې دي، خو امنيتي ځواکونو او خلکو ته زيان نه دى رسېدلى.
د نجيب الله په نوم يوه ځايي اوسېدونکي وويل، چې په دغه بريد کې د استوګنې په څو کورونو مرمۍ لګېدلې، خو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري، خو د پنځو مخالفو وسله والو مړي يې په ساحه کې ليدلي او طالب سرګروپ قاري شفيق هم په نښته کې ټپي شوى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دوې ورځې وړاندې هم امنيتي چارواکو ددې ولسوالۍ په وردګو کلي کې د يوه بهرني طالب په ګډون د ١٠ مخالفيو وسله والو د وژلو خبر ورکړى و، خو طالبانو بيا خپل مقابل لوري ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا درلوده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP