مزارشريف (پژواک ٢٢ چنګاښ ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د لحظې په نوم د راډيو يو کارکوونکی ناپېژانده وسله والو پر خپل کور کې وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيۍ قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شېرجان دراني د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون تر مازديګر وروسته رامنځ ته شوې ده.
نوموړي د خالد اګاه يعقوبي په نوم د لحظې راډيو د کارکوونکي د وژنې پخلی وکړ خو د پېښې په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
د لحظې راډيو د خبر څانګې مسوول اختر سهيل پژواک اژانس ته وويل، چې يعقوبي له ماسپښين وروسته په خپل کور کې د نا پېژانده وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د يعقوبي د کورنۍ له خوا دوی ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ له ماسپښينه وروسته څلور وسله وال د نوموړي کور ته ورځي د دروازې له ټکولو وروسته د يعقوبي پوښتنه کوي او د هغه له ور وتو سره سم پرې ډزې کوي او ځاى پر ځاى يې وژني.
د هغه په وينا، يعقوبي په لحظې راډيو کې د ((تک تک)) په نوم ورځنۍ يو ساعته طنزيه خپرونه پر مخ وړه.
سهيل وويل، دوی ګومان نه کوي چې د دې راډيو د کارکوونکي وژنه دې رسنيز اړخ ولري.
نوموړي زياته کړه، چې يعقوبي طنزيه خپرونه پر مخ وړه او هېڅ وخت يې په کې جنجالي موضوعات تر څېړنې لاندې نه نيول.
د هغه په وينا، يعقوبي د راډيو د کارکوونکي تر څنګ د فوټبال لوبې ښه لوبغاړی هم و.
د سهيل په خبره، چې دوی ته لا هم دا مسئله ګونګه ده، چې ولې يې د راډيو کارکوونکی په ناڅاپي ډول ووژل شو.
په مزارشريف ښار کې د مدني ټولنې فعال او د هويدا په نوم د اونيزې مسوول مدير مختار وفايي د يعقوبي پر وژنه خپګان ښکاره کړ او ستره ضايعه يې وبلله.
نوموړي زياته کړه، دوی ته دا مهمه نه ده، چې ولې د دې راډيو کارکوونکی وژل شوی، خو دا ورته ارزښت لري، چې د رسنيزې کورنۍ يو غړی کم شو.
د هغه په وينا، امنيتي مسوولين بايد د يادې پېښې د څېړنې لپاره ژور ګامونه واخلي.
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دراني وويل، چې د دوی څېړنې روانې دي او ډېر ژر به د يادې پېښې په اړه پوره جزئيات له رسنيو سره شريک کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP